هرات: د جومات خطیب لخوا 'د اخلاقي فساد مخنیوي' اعلان ته د چارواکو غبرګون

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویل کېږي، د هرات یوه خطیب دې لړ کې یوه اعلامیه هم خپره کړې ده

د هرات د ارشاد، حج او اوقافو مشر مولوي سید محمد شیرزادي د هرات د ګذرګاه جومات د خطیب مولوی مجیب الرحمان هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی چی وايي، اخلاقي فساد کوونکو ته به خپله سزا ورکړي.

نوموړي خطیب ویلي، 'که د ګذرګاه سیمې په شاوخوا کې اخلاقي فساد ووینی خپله به پرې شرعي حدودو تطبیق کړي. '

ښاغلي انصاري په یوه وینا کې چې ویډیویي کلیپ یې پر ټولنیزو شبکو لاس پر لاس کېږي ویلي، چې ګواکې هره ورځ په ګذرګاه سیمه کې د شهیدانو د قبرونو پر سر او د غره په لمنو کې اخلاقي فساد لیدل کېږي او په وینا یې که دا ځل یې وویني خپله به له شریعت سره جزا ورکوي.

د هرات تخت صفر پارک؛ د جګړې له ډګره تر تفریحځي

پر افغانستان د شوروي یرغل، هم جګړه هم کلتوري اغېز

بل لور ته د هرات د ارشاد، حج او اوقافو ادارې مشر ښاغلی شیرزادي وایي، په نرمه لهجه او ژبه ښو کارونو ته د خلکو وربلل او له بدو کارونو څخه یی ګرځول د هر مسلمان دنده ده، خو په خبره یې د قانون تطبیق او د مجرمینو سزا د محاکمو او دولت کار دی:

''په جزايي او جرمي مسایلو کې د حکم د تطبیق چاره د محکمو دنده ده. د اسلامي نړۍ ټول عالمان او فقها په دې تړاو د نظر یووالی لري. ''

نوموړی زیاتوي، ''پاتې کېږي ښو او نیکو کارونو ته د خلکو رابلل او په یوه ټولنه کې د شته مفاسدو څخه د خلکو راګرځول، دا طبیعي خبره ده چې هر مسلمان دنده لري چې خلک ښو چارو ته راوبولي او د اخلاقي او نورو مفاسدو پر وړاندې د ټولنې ټول وګړي مسئولیت لري. ''

ویل کېږي، د ګذرګاه جومات خطیب مولوي مجیب الرحمان دې لړ کې د سیمې اوسېدونکو لپاره یوه اعلامیه هم خپره کړي، چې پکې وايي، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره یې رامنځته کړې ده.