د شوروي یرغل کلیزه: افغان چارواکو له طالبانو وغوښتل چې نور جګړه بس کړي
- سید انور
- بي بي سي
په افغانستان کې د هغو پوځیانو نهه کلن حضور د افغانستان د خلکو لپاره تر ټولو خونړۍ لسیزه وه.
افغان چاوراکو پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پر څلوېښتمه کلیزه له طالبانو وغوښتل چې نور جګړه بس کړي. نن د مرغومي یا جدي شپږمه پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل څلوېښتمه کلیزه ده او د هغې پېښې تاريخي اغېزې لا هم پر سیمه او نړۍ جوتې دي.
په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سرتېرو له ماتې او وتلو څلور لسیزې وروسته لا هم جګړې له افغانانو قربانۍ اخلي. طالبانو بیا په یوه پیغام کې امریکا ته په خطاب کې ویلي چې د شوروي د پوځ له ماتې زده کړي او له افغانستانه ووځي.
پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل سره هممهاله د افغانستان د خلکو لپاره یو خونړۍ پېر پیل شو. د هرې ورځې په تېرېدو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې جګړو او هوايي بریدونو زور واخیست.
په افغانستان کې د هغو پوځیانو نهه کلن حضور د افغانستان د خلکو لپاره تر ټولو خونړۍ لسیزه وه. په دغه پېر کې نړیوالو ارګانونو د کابو یو مېلیون ملکیانو وژل کېدل ثبت کړل.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مرغومي یا جدي د شبږمې په مناسبت خپل پیغام کې ویلي، ''د افغانانو مقاومت او سرښندنه د تاریخ زرينې کرښې جوړوي او د خلکو مقاومت د دې لامل شو چې شوروي د جهاد حقانیت درک کړي او له افغانستانه ووځي. ''
افغان چارواکي د جګړې دوام ته په اشارې سره وايي، ''د اوسني بحران مرګژوبله نوره د زغم نه ده او سولې ته د رسېدو هڅې باید ګړندۍ شي. ''
د ملي وحدت حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله د یوه پخواني جهادي قوماندان مطلب بېګ د وژل کېدو د اتمې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د جګړې سختو پایلو ته په اشارې له طالبانو وغوښتل چې نور سوله وکړي.
پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل سره هممهاله د افغانستان د خلکو لپاره یو خونړۍ پېر پیل شو. ارشیف تصویر
هغه زیاته کړه:
" د افغانستان د خلکو مطلق اکثریت سوله غواړي او موږ اجازه نه لرو چې غفلت وکړو. که په دې اړه کوم فرصت وي باید استفاده ترې وشي. هره ورځ زموږ د خلکو مرګژوبلې، څه امنيتي ځواکونه دي او څه هم ملکي دي، هغه څه دي چې يوه ملت ته د زغم وړ نه دي. دا د افغانستان له خلکو سره په جګړه کې ښکېلو کسانو ته يو پیغام هم دی چې په جګړه کې نه شي بریالي کېدی".
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش له سياسي مشرانو وغوښتل چې سولې ته د رسېدو او د څلوېښت کلن بحران د پای ته رسېدو لپاره سره یو شي.
د هغه په وینا:
" د خوښۍ ځای دی چې نن له څلورو لسیزو جګړو او ناامنۍ وروسته د سولې غږ پورته کېږي. د طالبانو په ګډون بېلابېل لوري سولې ته د چمتووالي غږ کوي. خو لا هم د داخلي سیاستوالو تر منځ د نظر کافي یووالی نشته او هره ورځ اختلافونو ته لمن وهل کېږي. موږ تمه لرو چې موږ په هغه ډول چې په جنګ کې یوه خوله او یو موټی وو په سوله کې هم په یوه کتار کې او سره یو موټی یو".
عبدالله عبدالله وايي، ''د افغانستان د خلکو مطلق اکثریت سوله غواړي او موږ اجازه نه لرو چې غفلت وکړو.''
د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني مشر یونس قانوني بیا د څلوېښت کلن بحران د پای ته رسولو او د سولې د خبرو د څرنګوالي په اړه د نظر پر اختلافونو نیوکه وکړه او سولې ته رسېدل يې په یوه درې اړخیز توافق تړلي وبلل.
هغه زیاته کړه:
" د افغانستان د څلوېښت کلنې تراژيدۍ د پای څرک نه لیدل کېږي. دا سمه ده چې سیاستوالان له دولته بېل نظر لري خو د سولې له بهیره د دولت یا نظام نفي کول ستره تېروتنه او د افغانستان د خلکو دښمنانو ته خدمت دی. موږ حل لاره په دې کې وینو چې د دولت، سیاسیونو او طالبانو تر منځ د همغږۍ له لارې د سولې هڅه وشي، ځکه نو د افراط دوې کرښې کار نه شي جوړولی؛ که دولت سیاسيون او سیاسيون دولت نفي کړي پایله د بحران دوام دی".
پر افغانستان د شوروي د یرغل په مناسبت د سیاسي او جهادي څېرو د ویناوو اصلي ټکی په دې څرخېده چې که د افغانستان په موضوعاتو کې ټول ښکېل لوري سره یوه خوله نه شي، جګړې به دوام وکړي.
طالبانو هم په خپل پیغام کې له امریکا غوښتي چې له افغانستانه ووځي او په افغانستان کې د شوروي له ماتې درس واخلي.