د پښتو ژبې لهجوي قاموس چاپ شو

قاموس
Image caption د افغانستان علومو اکا‌ډیمۍ کې د ژبو او ادبیاتو مرکز انسټیټوت مشر سید نظیم سیدي بي بي سي ته وویل، د لهجوي قاموس کاري ډلې د افغانستان نژدې ۳۰ ولایتونو ته د لهجوو راټولولو او لیکلو په موخه سفرونه کړي دي.

د افغانستان علومو اکاډيمۍ پښتو لهجوي قاموس دوه نوي ټوکونه چاپ کړي دي او دې سره اوس د دغه قاموس پنځه ټوکه بشپړ شول. د دغه قاموس کار په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې پیل شوی وو او مسوولین وايي، په راتلونکو کلونو کې د لهجوي قاموس درې نور ټوکونه هم چاپېږي.

دوی وايي له ډېورنډ کرښې د ها خوا بېلابېلو سیمو ته هم د امکاناتو د برابرېدو په صورت کې ځي.

د افغانستان د علومو اکاډیمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز مسئولینو په خبره، د پښتو لهجوي قاموس د جعرافیايي او قومي معیارونو له مخې لیکل کېږي او په همدې موخه یې له ۱۳۹۰هـ. ش کال را هیسې د هېواد له پنځو زونونو د پښتو لهجو راټولول پیل کړی دي.

د افغانستان علومو اکا‌ډیمۍ کې د ژبو او ادبیاتو مرکز انسټیټوت مشر سید نظیم سیدي بي بي سي ته وویل، د لهجوي قاموس کاري ډلې د افغانستان نژدې ۳۰ ولایتونو ته د لهجوو راټولولو او لیکلو په موخه سفرونه کړي دي.

د چيني پښتو قاموس ليکوال مډال واخيست

فارسي- پښتو نوی قاموس چاپ شو

په هرات کې نوی پښتو قاموس چاپېږي

د پښتو لهجوي قاموس لومړی ټوک په ۱۳۹۵هـ. ش کال د څېړندوی ذکریا ملاتړ او دویم ټوک د څېړنپوه محمد عارف غروال په زیار او اهتمام چمتو او چاپ شول.

په لومړي ټوک کې د ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو شپږ - شپږ لویې قبیلې په پام کې نیول شوې او له هرې قبیلې د زرو معیاري پښتو لغتونو د لهجو پوښتنه شوې.

دویم ټوک هم د دغه معیار په پام سره د لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو لهجې رانغاړي.

د دې قاموس درېیم ټوک په ۱۳۹۶هـ. ش کال هم د څېړنوال ذکریا ملاتړ په اهتمام د علومو اکاډیمي له خوا چاپ او خپور شوی دی چې د مرکزي زون 'کابل، پروان، کاپيسا، میدان وردګ او غزني ' پښتو لهجې په کې راټولې شوې دي.

د لهجوي قاموس څلورم او پنځم ټوکونه په ۱۳۹۸هـ. ش کال د څېړنیار مطیع الله ساحل په زیار او اهتمام چاپ ته چمتو شوی او علومو اکاډیمۍ چاپ کړي دی.

په دغو ټوکونو کې د لوېدیځ زون 'کندهار، زابل، ارزګان، پکتیکا، هرات، فراه، نیمروز او هلمند ' پښتو لهجې راټولې شوې دي.

که څه هم د اکاډیمۍ د دې هڅې پراخه ستاینه شوې، خو ځینې لیکوالان او کارپوهان د دې کار نیمګړتیاو ته هم اشاره کوي او وايي، چې دې لړ کې لا دقت او پراخو څېړنو ته اړتیا شته.

اړونده مطالب