پر افغانستان د شوري یرغل ۴۰ مه کلیزه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر افغانستان د شوروي یرغل ۴۰ مه کلیزه

۴۰کاله وړاندې پر همدې ورځ یعنې د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر میاشت پر ۲۷مه، پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ. د دې یرغل د ۴۰م کال په مناسبت، افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د پخواني شوروي اتحاد یرغل، افغانانو لپاره د یوې خونړۍ جګړې پیل و. ښاغلی غني وايي د افغانستان اوسنی نسل او تاریخ د هغو خلکو قربانۍ نه شي هېرولی چې له روسي پوځ سره یې جګړه کوله. پر افغانستان د شوروي یرغل پر ۴۰ کال طالبانو په یوه اعلامیه کې پر امریکا غږ کړی دی چې په افغانستان کې خپله جګړه پای ته ورسوي. د ځینو نړیوالو شمېرو له مخې، په هغو نهو کلونو کې چې پخوانۍ شوروي اتحاد پر افغانستان ولکه درلوده، یو میلیون ولسي خلک وژل شوي دي. ۹۰ زره یې شوروي ضد وسله وال مخالفين، ۱۸ زره یې افغان سرتېري، او څوارلس نيم زره يې د شوروي اتحاد عسکر وو. اوس د بي بي سي له ارشيفه د ٤٠ کاله پخوا رپوټ را اخلو. دغه رپوټ د هغې ورځې دی چې شوروي پر افغانستان یرغل ور وړ. رپوټ د بي بي سي خبریال ګوېڼ هيویټ دی. رپورټ د بي بي سي د ویاند په سریزه پېلېږي چې په افغانستان کې د روسانو د راتلونکي برخليک اټکل کوي.

اړونده مطالب