د شوروي یرغل؛ افغانستان کې شورويانو ښخ کړي ماینونه لاهم لوی خطر دی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
پر افغانستان د شوروي يرغل څلوېښتمه کليزه

کله چې د شوروي سرې لښکرې له افغانستانه ووتلې، په دغه هېواد کې يې تر ځمکې لاندې ګڼ ماینونه افغانانو ته په ميراث پرېښودل. دغو ماینونو له زرګونو افغانانو پښې، لاسونه او سترګې واخيستې او ګڼ يې ووژل.

د رسمي شمېرو له مخې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې تر ۲۵۰۰ کلېومټر مربع ډېره ځمکه له ماینونو پاکه شوې.

له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو د څلوېښت کلنۍ په مناسبت زموږ همکار نورګل شفق په کابل کې د ماین پاکۍ ځينو موسسو ته ورغلی او پخپل رپوټ کې وايي، چې لا هم د افغانستان په نژدې شل سلنه برخه کې د شوروي د وخت خطرناک ماینونه پاتې دي.

د افغانستان د یوه ولایت د غره په لمن کې درې نور ماینونه وچول شول، داسې چې د ژوندي سري نوک هم په کې زهیر نه شي.

خوا دا د شوروي سرو لښکرو له لوري پر افغان ځمکه د ښخو کړو ميليونونو ماینونو په منځ کې داسې دي، لکه په سمندر کې درې څاڅکي.

دغو ماینونو له ډېرو افغانانو ژوند اخېستی او ګڼ يې مات ګوډ کړي دي لکه زین الله : "کله مې چې له پښې سره کاڼۍ وښویېد، ځای ډېر دنګ وو، زما پښه ماین ته ور ورسېده او ټوله څپه یې کاڼي واخیسته، خو وروسته مې چې حرکت وکړ، ومې کاته چې د بوټ څوکه مې نه وه."

د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته څه باندې دېرش کاله مخکې په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام پيل شو.

Image caption زین الله: "کله مې چې له پښې سره کاڼۍ وښویېد، ځای ډېر دنګ وو، زما پښه ماین ته ور ورسېده او ټوله څپه یې کاڼي واخیسته، خو وروسته مې چې حرکت وکړ، ومې کاته چې د بوټ څوکه مې نه وه."

د ماین پاکۍ موسسو د مالوماتو له مخې شوروي لښکرو نږدې اویا ډوله ماینونه په بېلابېلو سيمو کې ښخ کړي چې ځينې خطرناک هغه يې لا هم تر ځمکې لاندې شته.

د خلکو د تېر ایستلو لپاره شوروي لښکرو ان د تلويزیون او د نسوارو د کولپۍ یا ډبي په څېر ګڼ داسې ماینونه جوړ کړل او راوايې خلي. له دغو ناشنا توکو سره د خلکو نابلدتیا هم ډېر افغانان له سترګو، پښو او لاسونو خلاص کړل.

د خلکو په وینا کله چې شوروي ځواکونه له افغانستانه وتل ویل یې چې دومره ماینونه په دې خاوره کې ښخ کړي کله چې کلونه به تاسې سره خپله خاوره جګړه کوي.

خو په کابل کې د اومر او اېم ډي سي موسسې چې کله افغانستان ته راغلې خلکو ته پوهاوی ورکړ او دغه ماینونه یې له ځمکې د ځانګړو ماشينونو په مرسته راو ایستل او د زرګونو افغانانو ژوند یې وژغوره. په دې برخه کې د ماین پلټونکو سپيو رول د هېرولو نه دی چې د ايم ډي سي ماین پاکۍ موسسې د مالوماتو له مخې نيمايي شنډ شوي ماینونه د ماین پلټونکو سپيو په مرسته ایستل شوي دي.

ددې موسسې د مالوماتو پر اساس چې نژدې اوس یې ددې هېواد ۸۰ سلنه خاوره له دغه ډول ماینونو پاکه کړې.

په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسه یا د اېم ډي سي عملیاتي مشر وايي په تېرو دېرشو کلونو کې نږدې اتلس ميليونه ماینونه شنډ او یا ایستلي چې زیاتره يې د شوروي یرغل راهيسې پاتې وو:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې لا هم ماینونه شته په ځانګړي ډول سوېل کې تر ټولو ډېره ځمکه له دغو وژنکو توکو ډکه پاتې ده.

"تر اوسه پورې کابو ۴.۶ میلیارده متر مربع سیمه موږ تثبیت کړې چې له ۷۰ څخه تر ۸۰ سلنه یې پاکه شوې. "

د ماین پاکۍ موسسو د شمېرو له مخې په تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو کې ماینونو تر ۳۴ زرو ډېر افغانان وژلي او یا ژوبل کړي.

د دوی په خبره، د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې لا هم ماینونه شته په ځانګړي ډول سوېل کې تر ټولو ډېره ځمکه له دغو وژنکو توکو ډکه پاتې ده.

دوی وايي د ناامنۍ او د پیسو د کمښت له کبله اوس په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام ورو شوی که نه نو درېیو-څلورو کلونو کې به دغه هېواد په بشپړ ډول له ماینونو پاکېدلی شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ماین پاکۍ موسسو د شمېرو له مخې په تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو کې ماینونو تر ۳۴ زروډېر افغانان وژلي او یا ژوبل کړي.

ورته مطالب