له وچې ویالې په ګټه اخیستو د طالبانو برید ۱۰ سرتېري وژلي

هلمند د انځور حقوق Getty Images
Image caption هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د عامه اړیکو یو غړی نواب شاه ځدران وایي، نن سهار شاوخوا ۴ بجې سنګین ولسوالۍ کې د دوی ۱۰ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د هلمند ولایت امنیتي سرچینې وايي، ددې ولایت سنګین ولسوالۍ کې یوې پوستې ته دولت ضد وسله والو مخالفانو ۲۰۰ کیلو چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي او چوولي دي.

هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د عامه اړیکو یو غړی نواب شاه ځدران وایي، نن سهار شاوخوا ۴ بجې سنګین ولسوالۍ کې د دوی ۱۰ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

نوموړی وایي د خنجر په نوم د افغان پوځ دغه پوسته په ماین الوځول شوې، خو دا راپور یې رد کړی، چې ګواکي پوستې ته تونل ایستل شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم بي بي سي ته ویلي، دا برید تېره شپه شوی چې په یاد برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

هلمند کې یوې پوځي سرچینې ویلي، وسله والو طالبانو له یوې وچې ویالې په ګټه اخیستو پوستې ته نژدې ۲۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي او چوولي دي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي، یاد سرتېري د ملي اردو ځواکونو اتلس سرتېرو د سنګین ولسوالۍ امنیت نیوه.

وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په دې برید کې یې ۲۶ پوځيان وژلي، خو یادې قول اردو یې دا ادعا رد کړې او یوازې د ۱۰ سرتېرو وژل کېدل تاییدوي.

هلمند د افغانستان جنوب کې يو له نا امنه ولايتونو ګڼل کېږي چې په تېرو څو کلونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په کې ګڼ شمېر جګړې ترسره شوې دي.

سنګین د هلمند له نسبتاً ناامنه ولسوالیو ده، چې په تېرو څو کلونو کې د حکومت او طالبانو لاس ته د لوېدو ګڼ خبرونه ترې ورکړل شوي دي.

Image caption سنګین ولسوالي پر دوه لارې پرته یوه ستراتیژیکه ولسوالي ده، چې د شمالي هلمند لپاره د دروازې حیثیت لري.

په ۲۰۱۰ کال سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو او بریتانوي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې تر ۱۰۰ زيات برتانيايي سرتېري وژل شوي وو، چې بالاخره بیا امریکايي ځواکونه هلته مېشت شول.

سنګين د طالبانو لپاره د اکمالاتو د رسېدو حياتي لاره ده چې د افغانستان خونړۍ تاوتريخوالي ته اوبه ورکوي.

سنګین ولسوالي پر دوه لارې پرته یوه ستراتیژیکه ولسوالي ده، چې د شمالي هلمند لپاره د دروازې حیثیت لري.

په ۲۰۱۷ کې وسله والو طالبانو سنګین ولسوالي ونیوه، خو افغان حکومت ادعا کوله، چې دا ولسوالي په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته نه ده لوېدلې.

ورته مطالب