'کابل کې د پاکستان سفارت د ویزې ورکول بېرته پیلوي'

د پاکستان سفارت د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان د سفارت د معلوماتو له مخې په عادي ډول په ورځ کې ۱۵۰۰ تنه افغانان دغه سفارته د وېزو اخېستلو لپاره ورځي.

په افغانستان کې د پاکستان سفارت وویل د ۲۰۱۹ کال د ډیسمبر له ۲۹مې (یکشنبه) په کابل کې د وېزو د ورکړې او کونسلۍ بشپړ خدمتونه بېرته پیلوي.

دوې میاشتې وړاندې کابل کې د پاکستان سفارت د کونسلۍ خدمتونه محدود کړي وو او یوازې سختو ناروغانو ته يې ویزې ورکولې.

دغه سفارت ویلي و چې افغانانو ته یې د ویزې ورکول ځنډولي او اسلام اباد کې د افغانستان مرستیال سفیر د هغه څه له امله د بهرنیو چارو وزارت ته بلل شوی و چې پاکستاني چارواکو په کابل کې د خپلو ډیپلوماټانو ځورېدل بللي وو.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد بي بي سي ته ویلي و چې هر ډول اندیښنې باید رسنیو ته له راوتلو او خدمتونو درولو مخکې له ډيپلوماټیکو لارو حل شي.

پېښور کې د افغان کونسلګرۍ بیا پرانیستل

بل خوا په پېښور کې افغان دیپلوماتیکې سرچینې وايي، دغه ښار کې افغان کونسلګرۍ تر دوو میاشتو پورې له تړل کېدو وروسته پرانيستل شوې. د کونسلګرۍ یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي و، د ویزې ورکولو چارې یې د دسمبر له ۲۷ مه بېرته پېل کړې.

افغان کونسلګرۍ د تېر اکتوبر پر ۱۱د پېښور په فردوس سیمه کې پر افغان مارکیټ د پاکستاني پولیسو له چاپې او بېرغ کوزولو وروسته احتجاجاً تړل شوې وه.

د افغان مارکیټ د ملکیت پر سر له ۱۹۷۱ راهیسې د سید زوار حسین په نامه د یوه ځايي اوسېدونکي مختار نامه لرونکي شوکت جمال کشمیري او افغان حکومت تر منځ د افغانستان او پاکستان په بېلا بېلو محکمو کې قضیه روانه وه او د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې د پاکستان سترې محکمې د سید زوار حسین په حق کې پرېکړه وکړه، چې په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکو هغه مهال دغه پرېکړه یو اړخیزه بلله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د راپورونو له مخې پخوا د پاکستان سفارت په ورځ کې ۷۰۰ خو وروسته ۱۰۰۰ وېزې په ورځني ډول افغانانو ته صادروي.

د پاکستان د سفارت د معلوماتو له مخې په عادي ډول په ورځ کې ۱۵۰۰ تنه افغانان دغه سفارته د وېزو اخېستلو لپاره ورځي.

ډېری افغانان د درملنې په موخه، سوداګریزو چارو لپاره پاکستان ته ځي خو په کابل کې د پاکستانیو ډيپلوماټانو د ځورونې او د پاکستان د پوځي استخباراتو د مشر له لوري په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر د احضارېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، په کابل کې افغانانو ته د ویزې ورکړې بهیر کمرنګه شوی وو.

ورته مطالب