د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: په ټاکلې موده کې ښايي د ټولو شکایتونو څېړنه شونې نه وي

زرمینه کاکړ
Image caption د دغه کمېسیون ویاندې زرمینه حقجو کاکړ وايي، دوی تصور نه کاوه، چې دومره ډېر شکایتونه به له دوی سره ثبت کېږي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، په مرکزي کمېسیون کې یې د شکایتونو ثبتولو ۷۵ سلنه کار بشپړ کړی دی او په لسو ولایتونو کې یې د شکایتونو ترتیب پیل کړی. د دغه کمېسیون مسوولین وايي، د ولسمشريزو ټاکنو په تړاو شکايتونه دومره ډېر دي چې څېړنه يې په ټاکلې موده کې ښايي شونې نه وي.

د ټاکنیزو کمېسیون ویاندې زرمینه حقجو کاکړ بي بي سي ته وویل، دوی تصور نه کاوه، چې دومره ډېر شکایتونه به له دوی سره ثبت کېږي. نوموړې وایي:

'' فکر نه کوم، چې په پاتې ۱۳ ورځو کې به زموږ همکاران وکولای شي، چې ټول شکایتونه وارزوي، ځکه چې دا ملي پروسه ده او باید ډېر دقت پکې وشي، ۱۳ ورځې خورا لږ وخت دی، زموږ هڅه به دا وي چې ټول شکایتونه وارزوو، خو کېدای شي، ډېر وخت ونیسي ".

د دغه کمېسيون د مسوولانو په خبره، په شپاړس نيم زرو شکایتونو کې نيمايي هغه يې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې کړي دي او څلور زره نور د ګلبدين حکمتيار په استازولۍ ورته شوې دي.

زرمینه حقجو کاکړ بي بي سي ته وویل، دوی هڅه کوي چې په ۱۵ ورځو کې ټول ۱۶۵۰۰ شکایتونه وارزوي چې وروسته به د وروستیو پایلو لپاره زمینه برابره شي.

له دې مخکې د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلي و ټاکنډلو د شکایتونو د ثبت په درېیو ورځو کې له ۱۶ زرو ډېر شکایتونه ثبت کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شکایتونو د اورېدو کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې خبریالانو ته وویل، ټاکنډلو شاوخوا ۱۶۵۰۰ شکایتونه د کمېسیون په مرکزي او ولایتي دفترونو کې ثبت کړي دي.

اغلې کاکړی وايي، ډېری شکایتونه چې په مرکزي دفتر کې ثبت شوی دی، له پروانه راهیسې یې دوی د سکین کولو چارې پیل کړې دي، چې په وینا یې دغه ټول اسناد به د دوی له ولایتي دفترونو سره هم شریک شي.

د نوموړې په وینا له مرکزي دفتر تر څنګ هم ډېری شکایتونه په کابل او شاوخوا ولایتونو کې ثبت شوي دي. د قانون له مخې د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمېسیون ۱۵ ورځې وخت لري چې د ارزونو پایلې خلکو ته اعلان کړي.

دغه کمېسیون وايي، د ټاکنډلو د نه قناعت په صورت کې به دوی ته د استیناف فرصت هم ورکړل شي.