د پاکستانۍ کلدارې پرځای پر افغانیو راکړه ورکړه؛ وړې افغانۍ بسنه نه کوي

افغانۍ د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان ختيځ ننګرهار چارواکي وايي بيا وايي، د وړو افغانيو کموالي ستونزې ته په کتو يې تېره ورځ دوه سوه ميليونه افغانۍ بازار ته رسولي

د وړو افغانيو نشتوالي او صرافانو له لوري د نويو او وړو په نوم د افغانيو په لوړه بيه پلورل د افغانيو د دودېدو پر وړاندې هغه خنډونه دي چې خلک ترې سرټکوي. د افغانيو دودولو کمپاين له تېرو درېیو اونيو راهيسې د افغانستان په هغو لويو ښارونو کې روان دی چې پاکستانۍ کلدارې په کې چلېږي.

د ختيځ افغانستان ننګرهار چارواکي بيا وايي، د وړو افغانيو کموالي ستونزې ته په کتو يې دوه سوه ميليونه افغانۍ بازار ته رسولي او نورو خنډونو له منځه وړلو ته هم کار کوي.

که څه هم په دې ولايتونو کې ټوله راکړه ورکړه افغانيو ته نه ده اوښتې، خو تر بل هر وخت په کې په افغانيو راکړه ورکړه پام وړ ډېره شوې ده.

کلونه کېږي چې د افغانستان ختيځ، سويل او سويل ختيځ ولايتونه ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کندهار، هلمند، خوست، غزني، پکتيکا او یو شمېر نورو ولايتونو په بازارونو کې له لويو سوداګریو نيولې تر مالګې او مرچو پورې هر پېر او پلور د افغانيو پرځای پر پاکستانيو کلدارو کېږي.

په یادو ولایتونو کې له ۲۰۱۶ کال راهیسې په راکړه ورکړه کې د کلدارو د مخنیوي او پرځای یې د افغانيو کارېدو ته په ځلونو ځلونو هڅې شوي، خو کلدارې بازار کې چلېدلې او کيسه سړه پاتې شوې.

خو په ختيځ ولايت ننګرهار کې د افغانيو دودولو تازه پېل شوی کمپاين نژدې اوونۍ وړاندې حکومتي ادارو ته د مامورينو او خلکو سره د کلدارو د نه پرېښودو پېل شو چې د افغانیو د کارولو اغېز په ښار کې تر بل هر وخت په بې ساري توګه جوت دی.

کرایې تر ډېره په افغانيو شوي، د خلکو په جېبونو، هټيو او بازارونو کې تر بل هر وخت پېر او پلور په افغانيو دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ډېرو هټيو په ښېښو لیکل شوي چې افغانۍ یې ملي هويت دی، سودا په افغانۍ پلوري.

خو د دې ښار اوسېدونکي وايي، د وړو افغانيو نشتوالي، د نويو او زړو په نومونو د صرافانو او بکسه لرونکو له لوري په لوړې بيې پلور او په تازه جوړ شويو بيو پاڼو کې لوړ قيمتونه ټاکل او د بيو پاڼو نه پلي کېدل لوی خنډونه دي.

د جلال اباد یوه اوسېدونکي عمر احمد وويل: "وړې افغانۍ لکه یوګون، پنځه ګون، لسګون، پنځوس ګونې ډېرې کمې دي. دې کمښت موږ له ستونزو سره مخ کړې يو. چې لس روپۍ توکي اخلې، دوه ساعته به ميده افغانيو پسې ګرځې. نه له ریکشاوان سره شته، نه له نانوايي سره او نه له بل سره دا لوی سرخوږی دی."

د ډېرو هټيو په ښېښو لیکل شوي چې افغانۍ یې ملي هويت دی، سودا په افغانۍ پلوري. پرهمدې هټیوالو هم نيوکې دي چې توکي په لوړه بيه پلوري او وړې افغانۍ نه لري، خو دا هټیوال د ستونزو لامل صرافان ګڼي.

زين الله د جلال آباد ښار يو هټيوال دی. دی وایي:

"نه داسې نه ده. زموږ نرخونه مالوم دي. د سل کلدارو شيان په ۵۰ افغانۍ پلورم. ستونزه خو صرافانو جوړه کړې. دوه زره کلدارې په زرافغانۍ دي، خو وړې افغانۍ صرافان په دوه وېشت سوه، دوه وېشت نيم سوه پلوري."

ننګرهارکې چارواکي وايي، د وړو افغانيو کموالي ستونزې ته په کتو یې دوه سوه ميليونه وړو افغانيو وېش پيل کړی دی او که هر څومره اړتيا شي، له افغانستان بانک به یې را وغواړي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، هغه صرافانو سره به قانوني چلند وشي چې د وړو او نويو په نومونو افغانۍ په لوړه بيه وپلوري او يا وړې افغانۍ د ګټې لپاره ځان سره وساتي.

Image caption د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، هغه صرافانو سره به قانوني چلند وشي چې د وړو او نويو په نومونو افغانۍ په لوړه بيه وپلوري

ښاغلي مياخېل زياته کړه:"ستونزې شته، حل ته يې موږ ژمن يو. وړې پيسې کمې وې، دا دی دوه سوه ميلیونه وړې افغانۍ راوړل شوې او وېش به يې پيل شي. صرافان وړې پيسې په لوړه بيه نه شي پلورلی، که داسې وکړي، د ملي خيانت په جرم ورته دوسيه جوړوو او نرخ نامې مو جوړې کړې دي. هغه هم تطبيقوو."

په کونړ، لغمان، خوست، غزني او پکتيکا ولايتونو کې هم په پېراو پلور کې د افغانيو بانک نوټونو کارېدل له پخوا ډېر شوي، خو د ټولو ولايتونو ستونزې سره ورته دي.

وړې افغانۍ کمې، وړو او نویو په نومونو صرافان افغانۍ په لوړه بيه پلوري او نرخ پاڼو کې يا بيې لوړې دي او یا نرخ پاڼې نه پلي کېږي.

د وروستيو شمېرو له مخې د افغانستان په بازارونو کې هره ورځ ۲۵۹ میلیونه افغانۍ لاس په لاس کېږي او چارواکي وايي، دا ځل به هغه ولايتونو کې افغانۍ د چلېدو نوټ وي چې کلونه په کې پاکستانۍ کلدارې چلېدې.

ورته مطالب