"د افغانستان امریکایي پوهنتون نه بندېږي"

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption په کابل کې، د ۲۰۱۶ په ۲۴م د اګسټ پر افغان امریکايي پوهنتون طالبانو یو ډله ییز برید وکړ. ۱۳ کسان په کې ووژل شول.

د افغانستان امریکايي پوهنتون مشر ډېوېډ سیډني نن د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان امریکايي پوهنتون به خپل فعالیت راتلونکو کلونو لپاره وغځوي، خو وايي د مالي خوندیتوب لپاره لاهم مالي سرچینو ته اړتیا لري.

ښاغلي سیډني په خپلې اعلامیې کې ویلي تر څو چې په افغانستان کې سوله نه وي ټینګه شوې دا پوهنتون د خپل امنیت د ټینګښت لپاره مالي مرستو ته اړه ده.

دوه ورځې مخکې د سي اېن اېن خبري اژانس خبر ورکړی و چې د افغانستان امریکايي پوهنتون د مالي ستونزو له امله تړل کیږي.

د انځور حقوق AUAF
Image caption د افغانستان امریکايي پوهنتون مشر ډېوېډ سیډني

د سي اېن اېن په راپور کې راغلي و چې ددې پوهنتون کلنۍ بودجه ۲۸ میلیون ډالره ده چې ۶۰ سلنه یې یو اېس اې ای ډي پورې تړلې. یو اېس اې ای ډي هم سپارښتنه کړې چې دا پوهنتون دې خپله بودجه پراخه کړي.

ځینو سرچینو هم سي اېن اېن ته ویلي چې د راروان ۲۰۲۰ کال د مارچ څخه وروسته د نړيوالو کارکوونکو بودجه نه ده تصویب شوې او ښايي د افغانستان امریکايي پوهنتون هم ونه توانیږي چې خپل فعالیتونه وغځوي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون چارواکو ویلي، د امنیتي اندېښنو له کبله دغه تعلیمي بنسټ هر کال تر ۲۵ سلنې ډېره بودجه (چې ۷ میلیون ډالر کېږي) د خپل امنیت پر ټینګښت لګوي.

په کابل کې، د ۲۰۱۶ په ۲۴م د اګسټ پر افغان امریکايي پوهنتون طالبانو یو ډله ییز برید وکړ. ۱۳ کسان په کې ووژل شول. ۴۵ نور یې ټپیان کړل. په وژل شویو کې پروفيسران، زده کوونکي او نور کارکوونکي هم وو. ډېوېډ سیډني د ۲۰۱۶ کال د سېپټمبر راهیسې د دې پوهنتون رییس دی.

ورته مطالب