شوروي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د شوروي يرغل څلوېښتمه کليزه: لا اوس يې هم په اړه نظرونه سره وېشلي

پر افغانستان د شوروي يرغل څلوېښتمه کليزه لا اوس يې هم په اړه نظرونه سره وېشلي دي.. نن ګورو چې ولې يې لا اوس هم ځينې پلويان ځينې مخالفان دي.

دا اوونۍ پر افغانستان د شوروي يرغل ۴۰ کاله پوره شول. د ۱۹۷۹ کال ډسمبر پر ۲۷ مه، شوروي اتحاد چې د هغه مهال لوی ځواک و، د افغان شوروي دوستۍ تړون ساتلو په پلمه پر افغانستان يرغل وکړ.

ورپسې افغانستان کې د شوروي جګړه څه د پاسه نهه کاله وغځېده چې اټکل يو ميليون ملکي افغانان په کې ووژل شول او پنځه ميليون له خپلو کورونو ګاونډيو هېوادونو ته تېښتې او کډوالۍ ته اړ شول. افغانستان کې د شوري يرغل په اړه لا اوس هم نظرونه سره وېشلي دي. ملاتړي یې د افغانستان او شوروي ترمینځ یو پخوانی امنیتي تړون او دارنګه کابل کې د وخت واکمن حفیظ الله امین دريځونه یادوي چې له مخې یې شوروي له امو سينده پښه واړوله.

خو مخالفان یې بیا وایې پخواني شوري په افغانستان او سیمه کې خپلې لويې موخې لرلې او هلته یې په خپله پلوۍ د کمونستي نظام د ساتنې لپاره افغانستان ته ودانګل.

صابرعزیز د پخواني شوروي ځواکونو د يرغل پر لاملونو دغه راپور جوړ کړی.