"ملا برادر د اوربند په اړه خبرو لپاره کوټې او پېښور ته تللی و"

برادر د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې ملا برادر تېره اوونۍ کوټې او پېښور ته تللی و

د افغان طالبانو یوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته منلې ده چې په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر تېره اوونۍ کوټې او بیا پېښور ښار ته تللی و او هلته یې د طالبانو له شوراګانو سره کتلي، او له امریکایانو سره د لنډ مهالي اوربند په اړه یې سلا مشورې کړې دي.

دې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، له څه مودې راهیسې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د اوربند پر موضوع خبرې روانې دي او ښایي نژدې ورځو کې یې پایله مالومه شي.

بل لور ته د طالبانو یوې بلې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د طالبانو مشرتابه پر اوربند هوکړه کړې ده، خو هلمند کې د دې ډلې جنګي مشران له دې پرېکړې سره مخالفت لري.

دغه سرچینه وایي، هلمند کې د طالبانو قومندان صدر ابراهیم، چې د طالبانو د دفاع وزیر هم بلل کېږي، له اوربند سره مخالفت کوي او ټینګار کوي چې امریکایان دې بې له کوم شرطه له افغانستانه ووځي.

له دې سره سم یکشنبه ماښام اسوشیټډ پرېس خبر ورکړی دی چې طالبان له امریکایانو سره پر لنډمهاله اوربند سلا شوي دي، او اوس به امریکایانو ته زمینه برابره شي چې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو مهالوېش اعلان کړي.

بي بي سي هڅه وکړه چې له طالبانو او افغان حکومت سره د اوربند په اړه ګنګوسې تائید کړي، خو یوې خوا هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینې سرچینې وایي چې هلمند کې د طالبانو قومندانان اوربند سره موافق نه دي

د اوربند موضوع د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو یوه مهمه او جنجالي برخه ده.

تر اوسه دا هم نه ده څرګنده چې که چېرې اوبند کېږي نو دا به له افغان حکومت او افغان پوځ سره هم د اروبند په معنا وي، او که یوازې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ به اوربند کېږي.

افغان حکومت ټینګار کوي چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته به هله کېني چې دا ډله اوربند اعلان کړي.

خو طالبانو نه یوازې دا چې له افغان حکومت سره له اوربنده ډډه کړې، بلکې تر دې دمه ورسره مخامخ خبرو ته هم نه دي چمتو شوي.

طالبان او اماریکایان له کابو یوه کال راهیسې په قطر کې د سولې پر خبرو بوخت دي. دا خبرې په سپتبمر میاشت کې د طالبانو له یوه برید وروسته د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا درول شوې وې، خو وروسته دواړو خوا یو ځل بیا خبرې پیل کړې.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا بیا ویلي چې غواړي په افغانستان کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځیانو له دې هېواده وباسي.

ورته مطالب