یوناما: د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو پایلې لیرې نه دي

توپي لانزر
Image caption د یوناما مرستیال دویم پړاو ته د ټاکنو غځېدلو په اړه وویل، لومړنۍ پایلې اعلان شوې او اوس هغه بهیر روان دی چې شکایتونه ثبت شوي او په هغو غور کېږي خو ده ته د پایلې اټکل مناسبه خبره ښکاره نه شوه.

په داسې حال کې چې د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمیسیون وايي، ۳۱ ولایتونو کې یې کابو ۸۵۰۰ شوي شکایتونه جدي دي، په افغانستان کې د یوناما مرستیال بي بي سي ته وویل، د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو پایلې لیرې نه دي.

توبي لانزر له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې زیاته کړه، دا د نړیوالې ټولنې دنده ده چې پایلو ته انتظار وباسي چې ډېرې لیرې نه دي.

"موږ بېړني پلانونه جوړوو او که داسې ونه کړو نو مسؤل به یو. خو که د وروستیو پایلو اعلان ښيي چې ټاکنې په لومړي پړاو کې ګټونکی لري دا به په دې مانا وي چې دویم پړاو ته اړتیا نشته ".

ده وویل، که د ټاکنو د خپلواک کمېسیون اعلان ښيي چې هېڅ نوماند له پنځوس سلنې ډېرې رایې نه دي اخیستې نو د ټاکنو مدیریتي ارګانونه به دویم پړاو ته چمتووالی لري.

"موږ به په ملګرو ملتونو کې له ټولو ممکنه لارو استفاده وکړو چې د دوی مرسته وکړي چې هر څومره ژر کېږي ترسره يې کړي ".

ښاغلي لانزر د بي بي سي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې روان ټاکنیز بهیر، چې اوس يې د شکایتونو جاج هم یو څه وخت اخلي، افغانستان کومې خوا ته بیايي، وویل:

"دا لومړنۍ ولسمشرۍ ټاکنې وې چې ریښتينی واک او مدیریت یې د افغانستان د ټاکنیزو بنسټونو په لاس کې و او دا مهم پرمختګ دی. البته چې له نیمګړتیا به تشې نه وي، په تېره بیا دا چې د لومړي ځل لپاره په ورته ډول تجربه کېږي. خو افغانستان ته د دې واک ورکول چې خپلې ولسمشريزې ټاکنې په خپله ترسره کړي او خپله يې مدیریت کړي د دغه هېواد لپاره مهم پرمختګ دی. اوس چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون لومړنۍ پایلې اعلان کړې، دا د قانون او بهیر مراعاتېدل دي، ځکه چې شکایتونه ثبتېږي او د شکایتونو کمېسیون کار پرې کوي. دوی په پوره دقت کار کوي او زه ډاډه یم چې دوی ټول شکایتونه په مسلکي ډول څېړي."

د انځور حقوق ECC
Image caption د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسوولین وايي، د اونۍ تر پایه به د نوې سلنه شکایتونو په تړاو پرېکړه وکړي.

د یوناما مرستیال دویم پړاو ته د ټاکنو غځېدلو په اړه وویل، لومړنۍ پایلې اعلان شوې او اوس هغه بهیر روان دی چې شکایتونه ثبت شوي او په هغو غور کېږي خو سر له اوسه د پایلې اټکل مناسبه خبره نه ده.

تېره ورځ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وویل، له کندهار، ننګرهار، هلمند او پلازمېنې کابل پرته چې د دوی په خبره د ټاکنیزو شکایتونو شمېر پکې ډېر دی، په نورو ډېری ولایتونو کې د ولسمشرۍ ټاکنو د شکایتونو حقوقي ارزونه پیل شوې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسوولین وايي، د اونۍ تر پایه به د نوي سلنه شکایتونو په تړاو پرېکړه وکړي.

دې کمېسیون ته ډېری شکایتونه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې کړي دي.

بي بي سي کابل کې د یوناما له مرستیال نه په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو، په ځانګړې توګه د امریکا لخوا د ایراني جنرال قاسم سیلماني د وژنې په اړه هم پوښتنه وکړه. ښاغلي لانزر په دې تړاو وویل:

"دې ته په کتو سره په ملګرو ملتونو کې د عمومي منشي په ګډون د زغم غوښتنه شوې او موږ دلته په کابل کې حالات په ځیر سره څارو او زه هیله لرم چې بده پیښه به نه کیږي او داسې څه به ونشي چې په افغانستان کې هر څوک اغېزمن کړي ځکه چې په افغانستان کې هیڅوک نور تاوتریخوالی نه غواړي ".

ورته مطالب