افغانستان کې د پیسو لېږلو لپاره تر بانکونو حواله غوره بلل کېږي

  • 7 جنوري 2020 - 17 مرغومی 1398
افغانۍ د انځور حقوق AFP
Image caption په افغانستان کې دا وخت ۱۲ بانکونه، شاوخوا درې زره صرافۍ او ونډۍ او لس مالي شرکتونه مالي چوپړ کوي.

بي بي سي موندلي چې د معاشونو له راکړې ورکړې پرته په افغانستان کې ډېر خلک د نورو مالي خدماتو لپاره تر بانکونو ونډۍ یا حوالې ته لومړیتوب ورکوي.

د افغانستان حکومت بیا هڅه کوي چې په دې هېواد کې د مالي نظام د تنظیم لپاره د ونډۍ (حوالې یا صرافۍ) دودیز سیستم ورو ورو په مالي شرکتونو بدل کړي.

په افغانستان کې د ونډۍ یا حوالې (صرافۍ) له فعالیته نږدې یوه نیمه پیړۍ تیریږي او ښکاري چې دا کاروبار لا د غوړېدو په حال کې دی.

یواځې په پلازمېنه کابل کې د ونډیو اته ځانګړي مارکېټونه فعال دي چې د هټیو شمېر يي له دوه زرو اوړي، په همدې ډول په هر ولایت کې لږ تر لږه د صرافیو یو ځانګړی مارکېټ او څو څانګې فعاله دي.

د صرافانو ټولنې مرستیال عبدالرحمن ځیرک وايي د هغو اسانتیاوو له امله چې د دوی په خدماتو کې شته دي، خلک ورته له بانکونو ډېر ارزښت ورکوي:

"زموږ صرافۍ داسې چوپړونه لري چې بانکونه يي خلکو ته نشي ورکولای د بېلګې په توګه داسې شوي چې زمونږ یوه پیریدونکي په نیمه شپه پیسو ته اړتیا پېښه شوي زموږ صراف ان تر کوره ور وړي، دلته موږ رسمیات نه کوو بلکې په باور او اعتماد مخکې ځو موږ د موسسو او دولت معاشونه تر داسې ځایونو رسولي چې هلته اصلاً بانک څوک نه پېژني."

په افغانستان کې ونډۍ د مالي را کړې ورکړې، تر ټولو پخوانی سیستم دی چې د عصري نړۍ بانکوالۍ تر څنګ فعالیت کوي.

Image caption امین جان خوستی نژدې څلور لسیزې وړاندې دلته لاس پلوری و اوس د دې سرای یو مشهور صراف دی.

د معلوماتو له مخې دا کاروبار د امیر شیرعلي خان په حکومت کې لومړی انګریزانو او بیا هندیانو پیل کړ تر دې چې اوس په ټول هېواد کې دوه سوه زره افغانان پرې بوخت دي:

دا مهال افغان ونډيو خپل خدمات د نړی ۱۲۰ هېوادونو ټولو ولایتونو او د ګڼې ګوڼې نږدې ټولو ولسوالیو ته رسولي خو ستر مرکز يي په کابل کې د شهزاده سرای دی چې بنسټ يي ۶۵ کاله وړاندې د یوه سوداګر شهزاده عبدالعزیز له خوا کېښودل شو.

Image caption په افغانستان کې ونډۍ د مالي را کړې ورکړې، تر ټولو پخوانی سیستم دی چې د عصري نړۍ بانکوالۍ تر څنګ فعالیت کوي.

دا سرای په لومړیو کې په یو پوړ کې جوړ شوی وو او د صرافیو تر څنګ د رخت دوکانونه پکې وو تر دې چې ورو ورو اوس په درې پوړیزه ودانۍ او د پیسو د راکړې ورکړې تر ټولو په ستر سوداګریز مرکز بدل شوی.

په دې سرای کې د څه باندې ۴۰۰ دوکانونو تر څنګ لسګونه لاس پلورنکي هم فعال دي ، په دې سرای کې اوس هره اونۍ شاوخوا اتیا ملیونه ډالر ښکته پورته کیږي.

د کورنیو جګړو پر مهال د پیسو د راکړې ورکړې له دې سرایه ملیونونه پیسې لوټ شوې دي.

امین جان خوستی نژدې څلور لسیزې وړاندې دلته لاس پلوری و اوس د دې سرای یو مشهور صراف دی.

نوموړي بي بي سي ته وویل، شهزاده سرای دوه ځلې لوټ شوی یو ځلې سوځول شوی او څو ځله پرې توغندي برابر شوي چې زیات مالي او ځاني زیانونه يي لرل:

ده د څو ډوله افغانیو چلښت له لاسه تېر کړی د ګټې وټې تر څنګ يې په صرافۍ کې سختې ترخې هم تېرې کړې دي.

Image caption د صرافانو ټولنې مرستیال عبدالرحمن ځیرک وايي د هغو اسانتیاوو له امله چې د دوی په خدماتو کې شته دي، خلک ورته له بانکونو ډېر ارزښت ورکوي:

د قانون له مخې صرافۍ او ونډۍ یوازې د پیسو تبادله او لېږد رالېږد کولای شي، خو له بېلابېلو صرافانو سره په خبرو کې موږ وموندله چې صرافان ان د بانکونو خدمات هم وړاندې کوي:

دوی د خلکو پیسې هم ساتي او هم پورونه ورکوي خو معاملې يي د بانکي رسمیاتو پر ځای په پيژندګلوۍ او باور ترسره کیږي.

د افغان ملي بانک پخوانۍ مشر خان افضل هډه وال وايي چې د کابل بانک دیوالي کیدو او د بانکونو سخت شرایط د دې سبب شوي چې خلک د صرافیو له لارې خپلې مالي چارې تر سره کړي:

"په هغو هېوادونو کې چې پیاوړې بانکوالي ولري اصلا صرافیو ته اجازه نشته دا غیر مشروع فعالیتونه دي چې اجازه نه ورکول کیږي دلته په افغانستان کې له کورنیو جګړو او د بانکونو له سقوط وروسته خلکو صرافیو ته مخ واوړه بې له شکه چې صرافیو خدمات کړي خو دوی په ناپوهۍ کې دا نظام د پردیو په واک کې هم ورکړی وو ځکه له دې لارې پیسې بدون له دې چې پوښتنه وشي ښکته پورته کیږي چې غلط استعمال يي د افغانستان په امنیتي او اقتصادي وضعیت بد اغېزی کړی دي".

د صرافیو او بانکونو څار د افغانستان بانک دنده ده

Image caption ښاغلي زابلي او د هغه د سهامي شرکت ملګرو د یاد بانک بنسټ د کابل ښار په زړه پښتونستان څلورلاري تر څنګ ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې کېښود

د افغانستان بانک د څار د برخې یو مسول احمد ظاهر ناصر زی وايي هڅه کېږي چې دا صرافۍ او ونډۍ د پیسو چوپړونو په شرکتونو بدلې شي:

"پروګرام داسې دی چې په وخت سره د صرافیو او پیسو خدمتونه په شرکتونو بدل شي، دوی اوس په یواځې ځان فعالیت کوي خو ورو ورو به يي اداري او مالي جوړښت لویږي ، مونږ تر اوسه شپږو شرکتونو ته جوازونه ویشلي".

په افغانستان کې دا وخت ۱۲ بانکونه، شاوخوا درې زره صرافۍ او ونډۍ او لس مالي شرکتونه مالي چوپړ کوي.

اوسني کاروبار او نفوس ته په کتو د افغانستان بانک دا شمیر بنسټونه کافي بولي ځکه يې پرېکړه کړي چې نورو بانکونو او په پنځو لویو ولایتونو کې صرافیو ته د نوي فعالیت جوازونه نه وېشي.

ورته مطالب