د افغانستان راتلونکی د انځورګرو نجونو له سترګو

په مزار شریف ښار کې ۱۵ انځورګرو ښځو د یوې ورځې لپاره ۵۰ انځور کړې تابلوګانې نندارې ته وړاندې کړې.

د "د انځورګرو نجونو له سترګو د افغانستان راتلونکي ته کتنه" په نوم دا نندراتون تر ډېره د سولې پیغام لري. دا انځورونه له مزار شریف نجیب الله پاڅون راستولي دي.

نندارتون
نندارتون

دغه نندارتون د المان کونسلګرۍ او د بلخ د مدیوتیک له لوري په مزارشریف ښار کې جوړ شوی.

په بلخ کې د مدیتویک مسوول صابر نقشبندي وايي دغو ۱۵ نجونو ته يې د انځور جوړونې په برخه کې یوه میاشت زدکړه ورکړې او له هغوی څخه یې غوښتي چې د افغانستان د راتلونکي‌ په اړه انځورګري وکړي.

نندارتون
نندارتون

انځورګرې نجونې وايي په دغو تابلوګانو کې يې د هېواد لپاره د سولې راتلو په تړاو ټول امیدونه او هیلې نندارې ته اېښي او هڅه یې دا ده چې د داسې نندارتونو په جوړولو سره خلک د سولې راتلو ته هیله من کړي.

نندارتون
نندارتون
نندارتون
نندارتون
نندارتون
نندارتون
نندارتون
نندارتون
نندارتون
نندارتون
نندارتون
نندارتون

.

اړونده مطالب