'د ناکامورا د نیمګړو کارونو بشپړولو په اړه اندېښنه شته'

د ناکامورا پروژه
Image caption د ښېوې سلامپور لويه سیمه چې يو وخت وچه وه، اوس په کې د میرورايد کانال اوبه بهېږي. شنه ده، فصل کوي او کورونه په کې ودان دي.

د سيمې خلک د ناکامورا د شويو کارونو د دوام، ساتنې او پالنې په هکله اندېښمن دي. د جاپان د یوې موسسې مشر تيڅو ناکامورا کار د اوبو مديريت او کرنې پراختيا وه چې د ننګرهار په درېیو ولسواليو کې یې وچې ځمکې د اوبو په رسولو آبادې او زرګونه خلک یې له ځان سره په کار کړل.

ناکامورا د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۴ مه سهار مهال نامعلومه وسله والو د افغانستان په ختيځ ښار جلال اباد کې له خپلو پنځو ساتونکو سره په ډزوو وواژه.

که څه هم ولسمشر غني د پېښې د سملاسي پلټنو امر وکړ، خو په دغه پېښه نژدې يوه نيمه مياشت وځي، خو تر اوسه امنیتي ادارې جوت ځواب نه لري.

خو د ننګرهار چارواکي وایي د تيڅو ناکامورا نیمګړو کارونو پرمخ بېولو او ساتلو پسې د هغه يو ملګری مورکامي را روان دی.

په ننګرهار کې زموږ همکار ذبيح الله رحيمزی ښېوې ولسوالۍ ته تللی دی، د ناکامورا د شويو کارونو په ارزښت، نيمګړو کارونو دوام او جوړو شويو پروژو د ساتنې په هکله د سيمې د اوسېدونکو پر اندېښنو دا راپور چمتو کړی دی.

د ښېوې ولسوالۍ ژيړی بابا؛ هغه سيمه چې له همدې ځايه ۱۶ کاله وړاندې ناکامورا د دې سيمې د ښيرازۍ کيسه د میرواريد کانال په کيندلو پيل کړه.

۲۷ کيلو متره یې اوبه له کونړ سينده لوړې او وچو ځمکو وګرځولې او تر ګمبري ډاګه پورې يې ورسولې. کانال جوړېدو نژدې ۷ کاله وخت ونيو. دې کار د سيمې زرګونو خلکو ته د کار زمینه برابره کړه او لږ ترلږه درې زره هکټاره ځمکه ترې خړوبېږي.

Image caption د ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند وایي، د شویو کارونو پالنې ته یې پام شته دی.

۴۲ کلن بشیر د همدې کانال د جوړېدو یو کارګر دی. ويل يې ناکامورا سره یې ډېر ښه وخت تېرېده او هغه دا ژمی د میرواريد کانال په لا عصري توګه جوړېدو ته را مخکې شوی و:

"اوس يې دلته درې دروازې نورې جوړولې. هغلته یې پنځه سوه موټره تيږه اچولې وه. ما ورسره شپږ مياشتې کار کړی و. خپله به یې بېلچه وهله. ډمپر موټر ته به ختلو. موږ هېڅ فکر نه کاوه چې هغه دې جاپانی وي."

ناکامورا د دې سيمې خلکو ته دا کمال هم ورښوده چې څنګه کولی شي په لږو امکاناتو له ژورو اوبو هسکې ځمکې خړوب کړي. د غر یوې بلې لوړې سیمې ته يې د اوبو په زور د اوبو يو څرخ جوړ کړی چې په وسيله یې له همدې راډه ور پورته ۸۰ جرېبه ځمکه اوبه کېږي. په لوی سړک د میرواريد د ویالې په سر څرخېدونکي دا راډ په سړک د تېرېدونکو پام ور اړوي.

د ښېوې سلامپور لويه سیمه چې يو وخت وچه وه، اوس په کې د میرورايد کانال اوبه بهېږي. شنه ده، فصل کوي او کورونه په کې ودان دي.

ساحل افغان د همدې سيمې يو ګروند ګر دی. لس کاله وړاندې د دې کروندګر ځمکه وه، خو بې ګټې پرته ځکه چې اوبه نه وې. اوس چې ځمکې ته اوبه رسېږي، دی له درې جرېبه ځمکې پوره حاصل ترلاسه کوي:

"مخکې اوبه نه وې. دا ځمکې وچې وې. ناکامورا چې دا کانال جوړ کړ، اوس اوبه پرېمانه دي. زما په دې ځمکه کې اوس بانجان، نانا، ګلپي کېږي. اوس هر فصل په کې کېږي."

لوی بڼ

دې جاپاني ډاکټر په دوولس سوه جريبه ځمکه کې يو لوی بڼ هم رغولی دی. هر ډول نمونوي فصلونه او ميوې په کې دي چې سلګونه کروندګر او کارګر ورسره په کار و چې اوس همداسې پاتې دی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
''د ناکامورا وژنه له افغانستانه بهر پلان شوې''

دا د ناکامورا يوه لسيزه خواري ده چې دا دښته يې آباده کړه. ناکامورا له دې سربېره په بهسودو او کامې ولسوالۍ کې نژدې ۲۲ زره جريبه ځمکه د اوبو په ور رسولو شنه کړې ده.

اوس تر نورې آبادې د خلکو سره ډېره اندېښنه دا ده چې څه ډول شوي کارونه دوام موندلی شي او څنګه به د ودانو پروژو پالنه او ساتنه کېږي.

اميد د ښوې ولسوالۍ اوسېدونکی دی: "ناکامورا غوندې خلک پيدا کول ډېره سخته خبره ده. هغه به چې څنګه سيلاب راغی. سهار به يې ځای جوړ کړی و. د پروژې غوندې کار يې نه کاوه، لکه خپل بڼ او ځمکه کې چې انسان کار کوي. موږ سره اوس ډېره اندېښنه ده، چې دا ولاړ او شوي کارونه به څنګه کېږي."

د ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند وایي، د شویو کارونو پالنې ته یې پام شته دی. نوموړی وايي ورته ویل شوي چې په لنډو ورځو کې به د ناکامورا د نیمګړو پروژو روانېدو ته د هغه يو بل جاپانی ملګری او همکار موراکامي راشي.

ژمنتيا شته، د ناکاموار نيمګړو کارونو ساتنه به کېږي او بشپړېږي به. ياده اداره ژمنه ده چې خپلو کارونو ته به دوام ورکوي. د هغه يو بل همکار ډاکټر موراکامي په نژدې څو ورځو کې راځي.

له تېرو څو کلونو راهيسې په افغانستان کې د اوبو د مديریت خبره کېږي، خو عملي بېلګه ناکامورا چمتو کړه. ۷۳ کلن ناکامورا میروارید کانال سربېر نژدې لس واړه او لوی د اوبو سربندونه او کانالونه د ننګرهار په بهسودو، ښېوې او کامې ولسوالۍ کې جوړ کړل.

تر ټولو وروستی کار یې په خپلو هلو ځلو د جوړ مرواريد کانال بيا رغول و. ويل يې شپاړلس کاله وړاندې خلک کم و، اوس اړتيا ډېره، نو پراخېده او رغولو غواړي. تر وژل کېدو وړاندې یې د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت دې کار ته ملا وتړله، خو پوره کېدو ته یې ژوندی پاتې نه شو.

Image caption ژمنتيا شته، د ناکاموار نيمګړو کارونه ساتنه به کېږي او بشپړېږي به.
Image caption ناکامورا لاړ خو دا سيمه د هغه په څېر خدمتګار غواړي چې د ودانۍ اېښودل شوي څرخونه يې همداسې په تاوېدو پاتې شي.

د ناکامورا د ارمان کار د کونړ د سيند د اوبو کابو کول و، د سيند په غاړه نيم ودان ډبرين دېوالونه د هغه د کار نيمګړې خوا لیدلی شو. غوښتل په کچړۍ سیمه کې ۸۰ کیلومتره په اوږدوالي ډبرين دېوال امبار کړي چې حاصلحيزه ځمکې له سيند وساتل شي او اوبه له سېستم ور وګرځوي.

هغه لاړ خو دا سيمه د هغه په څېر خدمتګار غواړي چې د ودانۍ اېښودل شوي څرخونه يې همداسې په تاوېدو پاتې شي.

ورته مطالب