کندهار کې بيارغنيزې چارې ځنډېدلې، خو ولې؟

کندهار

د افغانستان په کندهار کې د ټولګټو ریاست وایي، ناامني په دغه ولایت کې د سړک جوړولو د پنځو لویو پروژو چارې ځنډولې، چې یوه یې د کندهار- روزګان ترمنځ غځېدلې لار ده.

یادې ادارې یو کال وړاندې بي بي سي ته ویلي و، چې د کندهار- روزګان تر منځ د سړک جوړولو ځنډېدلې پروژه به په درو میاشتو کې بشپړه کړي.

خو پر همدې سړک ډرېوران وايي، نه یوازې لار نه ده جوړه شوې بلکې د ناامني له کبله پرې تګ راتګ هم نشي کولای.

وسلوالو طالبانو درې کاله وړاندې د کندهار- ترینکوټ ترمنځ اصلي لار بنده کړه. افغان حکومت ددې لپاره چې دغه دوه ښارونه سره ونښلوي د یوې بلې فرعي لارې د جوړولو چارې پیل کړې.

د ژمي له رسېدو سره د کندهار- روزګان پر لویه لار د ګاډو چلوونکو او سپرلیو اندېښنې هم مخ په زیاتېدو دي.

په تېرو دریو کلونو کې د حکومت د پرله پسې ژمنو سره بیا هم دغه لار جوړه نه شوه.

له دې سره خلک اړ دي چې پر سړک یو نیم ساعت لار په دښتو او غرونو کې ساعتونه مزل وکړي.

د روزګان د دهراوت اوسیدونکی حاجي ابراهیم وایي، که څوک اړ نه وي پر دې لار باندي تګ د سر سودا ده، ځکه د ده په خبره د ماینونو د خطرونو ترڅنګ، پر دې لاره دوړې او خاورې روغ انسان هم ناروغ کوي.

دا یوازینۍ لاره ده، چې روزګانیان خپل زراعتي محصولات د کندهار تر مارکیټونو رسوي او له همدې لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي.

په ژمي کې د اورښتونو له کبله د دې لارې ډیرې برخې بندیږي او تګ راتګ پرې ستونزمن کیږي.

خیر محمد د کندهار- ترینکوټ تر منځ غځېدلې لار باندې موټر چلوي او وایي، د سمې لارې نشتوالي نه یوازې د دوی تګ راتګ ستونزمن کړی تر څنګ یې د دوی ګاډو ته هم زیان اړولی دی.

وسلوالو طالبانو درې کاله وړاندې د کندهار- روزګان تر منځ د ۱۴۰ کیلومتره لارې یوه برخه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

Image caption اوس خلک اړ دي چې پر سړک یو نیم ساعت لار په دښتو او غرونو کې ساعتونه مزل وکړي

افغان حکومت د دغو دوو ښارونو د نښلولو په لپاره د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۰ کیلومتره په اندازه د یوې نوې لارې د جوړولو چارې پیل کړې، خو د چارواکو په خبره نا امني یې هر وار چارې په ټپه دروي.

د کندهار د ټولګټو ادارې مشر انجنیر محمد صابر احمدزی وايي، دغې ادارې څو ورځې وړاندې یو ځل بیا د کندهار- روزګان تر منځ د غځیدلې لارې د جوړېدو خبره وکړه او د پلي کولو لپاره یې په لویه کچه ځواکونه په بیلابیلو سیمو کې ځای پر ځای شول.

خو د شاولیکوټ ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ مرستیال محمد قاسم وایي د پروژې د پیل خبر یوازې د عامو خلکو تېر ایستل و.

شاوخوا یو کال وړاندې د کندهار د ټولګټو ادارې ویلي و، چې په دوو میاشتو کې به دغه لاره ورغوي، خو نه یوازي لاره جوړه نه شوه د لس کیلومتره په اندازه رغول شوې برخه یې هم د بارانونو له کبله بیا ځلي خرابه شوې.