د ټاکنیزو کمېسیونو د پخوانیو مشرانو سزا نیمايي ته کمه شوه

د انځور حقوق IECC IEC AFGHANISTAN
Image caption د دواړو کمېسيونونو مشرانو له خپلو دندو لیرې کېدل او محکمې ته معرفي کېدل سیاسي دسیسه بللې.

د استيناف محکمې د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو پخوانيو مشرانو ته مخکې ورکړل شوې پنځه کلن بند سزا دوه نيمو کالونو ته راټیټه کړه. دوی په لومړۍ محکمه کې هر یو په پنځه کاله بند محکوم شوي وو.

اوس له دوى سره اووۀ تنه نور پخواني کمشنران هم هر يو په دوه نيم کلن بند محکوم شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پخوانى مشر ګلاجان عبدالبديع صياد، د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسیون پخوانى مشر عبدالعزيز اريايي او د دواړو کمېسيونونو اووه نور غړي د تېر کال پارلماني ټاکنو کې په درغلۍ او د کونړ ولایت د رايو مرکزونو په پایلو کې په لاس وهنې تورن شوي وو.

خو محکمې د ټاکنو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټکنالوژۍ برخې مشر ته برائت ورکړى.

د استيناف محمکې پرېکړه د څارنوال، ځینو کمېشنرانو او مدافع وکيل تر منځ له دوه ورځني بحث وروسته مخې ته راغله.

مؤظفې قاضۍ انيسه رسولي د ټاکنیزو کمېسیونونو پخوانيو مشرانو او کمېشنرانو ته د محکمې پرېکړه اعلان کړه:

"ته عبدالعزیز آريايي د سلطان محمد زوی، عبدالبصیر فایز د غلام سرور زوی او حمیرا حقمل د نصرالله لور د کونړ ولایت د ټاکنیزو فورمو د بدلولو په خاطر د جزا کود د ۴۳۲ مادې د لومړي بند د هدایت له مخې او د همدغه کود د ۵۷ او ۲۱۲ مادو په پام کې نیولو سره او ته ګلاجان عبدالبدېع صیاد د محمد یوسف زوی، معاذالله دولتي د فتح محمد زوی، رفېع الله بیدار د بنارس زوی، قادر قریشي د عبدالواسع زوی، سید حفیظ الله هاشمي د سید عبدالحق زوی او ملیحه حسن د غلام حسن لور د جزا کود د ۴۳۲ مادې د لومړي بند او د همدغه کود د ۵۷ او ۲۱۲ مادو په پام کې نیولو سره تاسو هر یو د توقیف له ورځو پیل په دوه دوه کاله او شپږو شپږو میاشتو تنفيذي بند مجازات محکوموو."

مېرمن رسولي وویل دغه حکم وروستی نه دی او وروستۍ محکمه لا هم پاتې.

د ټاکنیزو کمېسیونو پخواني مشران: د ولسمشر پرېکړه ناقانونه ده

ګلاجان عبدالبدیع صیاد د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ټاکل شوی

خو د دغې قضيې مدافع وکيل عبدالرزاق حيدري چې په تېرو دوو ورځو کې يې په خپلو دلایلو کې د خپلو مؤکلينو پر بېګناهۍ ټینګار کاوه د محکمې حکم د سیاسي انګېزو پایله وبلله.

د استیناف حکم له صادرېدو وړاندې د دواړو کمېسيونونو مشرانو او غړو ته د خبرو حق هم ورکړل شوی و.

هغوی له خپلو دندو لیرې کېدل او محکمې ته معرفي کېدل سیاسي دسیسه وبلله. خو د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي دا گام يې پر کمشنرانو له واکه د ناوړه ګټه اخيستنې په ګډون د پورې شويو تورونو د سپیناوي لپاره پورته کړ.

د تېر کال له پارلماني ټاکنو وروسته، نږدې نهه میاشتې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو د خپلواک کمېسیون اووه غړي او د شکایتونو د کمېسیون پنخه غړي له دندو لیرې او څارنوالۍ ته معرفي کړل.