فاریاب کې قاضي ووژل شو

د انځور حقوق فاریاب

د افغانستان شمال ته د فاریاب مرکز میمنه کې وسلوالو نن سهار( د پنجشنبې ورځ، د جنورۍ ۱۶) د استیناف محکمې مشر قاضي وواژه.

پولیس وايي، بریدګر تښتېدلي او دوی لټون پیل کړی دی.

ځايي امنیتي چارواکي وایي، د حکومت مخالف وسلوال دې پېښه کې لاس لري.

د دوی په باور، وسلوال طالبان تر ډېره قاضیان په نښه کوي.

طالبانو رسنیو ته استولي پیغام کې ویلی چې دا قاضي د دوی وسلوالو وژلی دی.

د رسمي شمېرو له مخې تېرو کلونو کې نږدې ۷۰ قاضیان افغانستان کې وژل شوي دي.

نږدې دوه میاشتې مخکې هم طالبانو د کابل- لوګر پر لویه لار درې قاضیان ووژل.