''د کورنیو چارو وزارت مرستیال خوشحال سعادت له دندې ګوښه شوی''

Image caption د سرچینې په وینا ښاغلی سعادت د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې د رییس په توګه ګومارل شوی دی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته د نوم نه یادولو په شرط وویل، د دغه وزارت ستر امنیتي مرستيال جنرال خوشحال سعادت له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې ډګر جنرال عبدالصبور قانع پر دغه دنده ګومارل شوی دی.

د سرچینې په وینا ښاغلی سعادت د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې د رییس په توګه ګومارل شوی دی.

نوموړی د تېر کال په لومړیو کې د کورنیو چارو وزرات د ستر امنيتي مرستيال په توګه ګومارل شوی و.

د انځور حقوق MOi
Image caption عبدالصبور قانع د تېر کال لومړیو کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستيال په توګه ګومارل شوی و

ښاغلی قانع هم په کورنیو چارو وزارت کې د مرستیالۍ دنده درلوده. د کورنیو چارو وزارت دغې سرچینې د ښاغلي سعادت د لېرې کېدو دلایل نه دي روښانه کړي.

سرچینه زیاتوي په نژدې راتلونکي کې به د دغې موضوع جزیات رسماً اعلان شي.

د تېر ۲۰۱۹ کال لومړیو کې د افغانستان ملي امنیت شورا ښاغلی قانع د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال او ښاغلی سعادت امنيتي مرستيال په توګه اعلان کړل.