ارګ: له بشپړ اوربند پرته به د سولې لپاره ګډې هڅې پایلې و نه لري
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ارګ: له بشپړ اوربند پرته به د سولې لپاره ګډې هڅې پایلې و نه لري

افغان حکومت خبرداری ورکړی چې له بشپړ اوربند پرته به د افغان سولې روانې خبرې بې پایلې وي. د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وایي، افغان حکومت ته د طالبانو له لورې په تاوتریخوالي کې کموالی د منلو وړ نه دی. د افغان حکومت دا غبرګون وروسته له هغې ښوولی چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له امریکايي مرکچي ډلې سره د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبره کړې ده.