د میلیونونو کسانو لپاره ۳۰ زره روغتیا پالان
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د میلیونونو کسانو لپاره ۳۰ زره روغتیا پالان

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، دمګړۍ د هېواد د ټولو خلکو لپاره یوازې ۳۰ زره روغتیا پالان لري. په دې روغتیا پالانو کې ډاکتر، نرس او قابله ټول شامل دي. دا شمېر په هېڅ صورت بس نه دی. افغان حکومت وايي، ځکه دومره لږ روغتیاپالان لري چې بودیجه یې کمه ده، او د هېواد په بېلا بېلو برخو کې امنیت نه شته. نجما ځلا د کابل یوه روغتون ته تللې او دا ګوري چې د لږو روغتیايي کارکوونکو اغېز پر ناروغانو څومره دی.

اړونده مطالب