پړونى او سوله

  • نظيفه حقپال
  • پخوانۍ افغانه ډيپلوماته
پړونى او سوله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د افغان سولې بهير بري لپاره د ښځو ونډه او ملاتړ حياتي دي

افغانستان په نړۍ کې له جګړو او تاوتریخجنو څپو سره یاد هیواد دی . د نړیوالۍ ترهګرۍ د جاج اخيستنې (انډېکس) د راپور پر بنسټ،چی د ۲۰۱۹ په وروستیو کې خپورشو افغانستان نړۍ کې له ترهګرۍ تر ټولو د لوړې کچې اغېزمن هیواد بلل شوی دی.

د رپوټ په وینا په ۲۰۱۸ کال کې په ۱۴۴۳ ترهګریزو پېښو کې ۷۳۷۰ وګړي وژل شوي دي، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دسیاسي استازولۍ یوناما د ۲۰۱۹ اکتوبر میاشتې راپور هم ښيي چې ۲۵۶۳ملکې کسان وژل شوي او ۵۶۷۶ نور ژوبل شوي دي.

سربیره له مرګژوبلې، دې جګړې افغانانو ته ډیرې نورې ناخوالې لکه کډوالي، بیوزلي، د عامه خدماتو نشتوالی ، د قانون نه پلي کیدل او نور کړاونه ور په برخه کړي دي. نو د دی جګړی پای حتمي دى، او مهمه ده چې افغان سیاستوال ښکېلې خواوې او نړیواله ټولنه ددغه شخړې حل ومومي او د نړیوالو د هغه ادعا له مخې چې ځواکونه ېې د ترهګرۍ خلاف دوه لسیزې افغان خاوره کې پر جګړو بوخت دي باید د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلې وروستۍ کرښه وټاکي او دغه انساني حق ددغه هېواد وګړو ته خوندي کړي.

په نړۍ کې اکثریت هیوادونه جګړه او ډیپلوماسي همغاړې مخې ته بیايي او یا لږترلږه د ډیپلوماسۍ لاره خلاصه پریږدي . دا اصل امریکا که څه هم نا وخته خو پیل کړی يې دى، دې لپاره چې په تاریخ کې د خپلې تر ټولو اوږدې جګړۍ خپل سرتیري په شا او یوه سوليیزه حل لاره ولټوي.

امریکايى ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي له طالبانو سره د جوړجاړي یوې معاملې ته رسیدونکي دي ، طالبان هم د هغې تر اوسه نالاسلیک شوې هوکړې په تړاو خوښ برېښي چې د تیر کال راهيسې د اوربند او جګړې کمولو د شرطونو له امله ځنډنۍ شوې . د سولې ددغې ګونګې هڅې هرکلی شوی او تر ډېره بریده ورته افغانان خوښ دي چې د وینو بهېدو لړۍ بیخي بنده او یا لږ ترلږه راکمه شي.

د اېشیا فاونډېشن د ٢٠١٩ م کال د نومبرمیاشتی سروی له مخې ویل کیږي چی افغانان سږکال د تیرو کلونو په پرتله د سولې د خبرو له کبله راتلونکي ته هیلمن دي.

د ویډیو تشریح،

په افغان ولسي جرګه کې د هندو او سېک لږکیو ځينې استازي وايي، که څه هم په دغه هېواد کې د پاتې هندوانو او سېکانو کره شمېر نه دی مالوم خو په خبره يې، که سوله وي نو له وطنه تللي هغه هم بېرته خپل وطن ته راتګ ته لېواله دي.

خو د افغان سولې بهير بري لپاره د ښځو ونډه او ملاتړ حياتي دي. کېداى شي ځينو ته دا پوښتنه را ولاړه شي چې ولې؟

که دنړۍ بېلګې وګورو، د نړیوالو امنیتي مطالعاتو د مرکز موندنو پر بنسټ د سولۍ د ۱۸۱ تړونونو له ارزونې وروسته دا جوته شوې چی د سولۍ هغه تړونونو کې چی ښځو د شاهدانو، لاسلیک کونکو او یا مرکچيانو په ډول ګډون درلود،۳۵ سلنه يې لږ تر لږه ۱۵ کاله پرځای پاتې شوي.

د ښځو ګډون نه یوازې د سولې د تړونونو په بریالي کېدو کې د انډول ساتلو خبره ده په عاطفي ډول هم میرمنې د ټولنیز پيوستون په برخه کې تر ټولو ډېر زیار وباسي.

د لندن د اقتصاد او سیاسی علومو د پوهنتون (London school of Economics and Political Science) په یوه ناسته کی چی څو اونۍ مخکي شوې وه د ‌ شمالي ایرلند، کولمبیا، نایجریا او کشمیرڅخه هغه ښځی چی په دغه هیوادونو کې د سولې بهیر کې ګډون درلوده ، د سولۍ په بهیر کې د ښځو د رول او اهمیت په اړه خپلې تجربې شریکې کړې .

د افغان دودیزې ټولنې په ټولو پرېکنده مسلو کې د ښځو ونډه په يوۀ ډول شته. زه يې د اغېز شاهده يم. ځکه باور مې دا دى چې د سولې په بهير کې به يې اغېز د پام وړ وي.

زه د افغانستان کلیو بانډو ته په بیلابیلو وختونو کې د ملګرو ملتونو د ماموریت لپاره تللې یم. کتلي مې دي چې په وړو کلیوالو جرګو کې له میرمنو پوښتنه کېږي. په هغه شخړو کې چې لسګونه کسان په کې مړۀ یا ژوبل وي د دود او دستور له مخې د ښځو شتوالی په جرګه کې د بخښنې اړخ غښتلی کولي .

په کلیو کې ملکې میرمنی هغه بللی شي چې ټول قومي مشران ېې خبرې ته غوږ نیسي او سلا مشوره ترې اخلي .

په ښارونو کې هم همدغه دود شته، د حساب او معنوي وزن لرونکې میرمنې ټولو پریکړو کې بلل کیږي ، دښاروالیو له ناستو نیولې بیا تر ولایتي شورا ګانو څه چې له نارینه ېې ډیر درناوی کیږي .

په جګړو کې د غچ او انتقام روحیه همدا میرمنې سړولی شي ځکه هر وسله وال که عقیدوي جګړه کوي یا عقدوي د مور له خبرې نشي تښتیدلی او که مور ېې ازاري وبولي په ټولنه کې يې ارزښت ټیټیږي .

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د افغان دودیزې ټولنې په ټولو پرېکنده مسلو کې د ښځو ونډه په يوۀ ډول شته

په لنډ ډول ویلی شو افغانه ټولنه کې د ښځو ټیکری د درناوي سمبول دی هغسې چې پګړۍ د عظمت بیلګه ګڼل کېږي.

نو په همدی اساس د طالبانو سره د مذاکراتو په هر بهیر کی د ښځو حضور ډیر مهم دی تر څو چې هغوئ خپلې اندیښنې او د بشری حقونو اړوند مسلې او هغه سرې کرښې چی افغانې ښځې ېې د پخلا کېدونکو او واک ته رسیدونکو غاړو سره شریکې کړي.

خو په خواشينۍ سره چې په دغه روان بهير کې د ښځو ونډه هومره چې ورته اړتيا ده نه تر سترگو کېږي. د طالبانو په مرکچي پلاوي کې هېڅ ښځه نشته. که څه هم قطر ته له افغانستانه وړاندې تللي پلاوي کې افغانې ښځې وې خو له ښاغلي خليلزاد سره د ولسمشر غني د ډلې په ناستو کې ښځې نه کتل کېږي.

د افغان ښځو حضور د سولۍ په خبرو کی دوی ته دا فرصت برابروي چی دوی د مرکچیانو په حیث د مذاکرې هغه لوري ته قناعت ورکړي چې د دوئ ته هغه حقونه خوندي وساتي د کوم په تړاو چې کلونه کلونه زیار ایستل شوی اوپراخ لګښت پرې شوی.

که داسې ونه شي نړیوال او افغان سیاستوال به د تل لپاره د افغان میرمنو د حق پوروړي پاتې وي او د سولې په عملي کېدو کې به ېې هم یوه تشه پرځای پرېښې وي.