پر خواله رسنیو اندې‍ښنو د جام منار بیارغولو ته د چارواکو پام ورواړاوه

جام منار

پر خواله رسنیو د غور جام منار د احتمالي نړېدو په تړاو له اندېښنو وروسته، افغان کلتوري چارواکي وايي، ددغه څلي د بیارغاونې لپاره لنډمهالي او اوږدمهالي پلانونه لري، چې لومړي پړاو کې به څلي ته څېرمه د هریرود پاکول او د استنادي دېوال جوړول وي.

د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو اندېښنه ښودلې، که د دې منار بنسټ ټینګ نه کړل شي ښایي د راتلونکو احتمالي سېلابونو له امله ونړیږي، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونو ودانیو ساتنې او بیارغاونې ریاست وایي اندېښنې دومره جدي نه دي او د دې څلي د بیارغاونې او د هغه د بنسټ د ټینګولو لپاره دوه لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونه لري.

د دغه څانګې مشر عبدالاحد عباسي بي بي سي ته وویل، تر یوې میاشتې به بېړنی پلان عملي شي او بنسټیز اقدامات به راتلونکي پسرلی کې ترسره شي:

"اوس د بیارغاونې یا د بنسټ د ټینګښت لپاره د پلان د عملي کولو وخت نه دی. ژمی دی، خو موږ غواړو چې په لومړي پړاو کې رود پاک کړو. استنادي دېوال جوړ کړو او د سیلابونو د بهېدو لارې خلاصې کړو، چې منار خوندي شي. راتلونکي پسرلي کې د بنسټیزو ترمیماتو لپاره پلان لرو."

د جام څلی چې د غور له مرکز فېروزکوه نژدې اویا کیلومتره ختیځې خوا ته موقعیت لري، ۶۴ متره لوړوالی لري او اته سوه کاله مخکې د غوریانو د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی.

دا څلی د غوریانو د معمارۍ شهکار او د نړۍ تر ټولو پخوانی له خښتو جوړ څلی بلل کېږي.

چارواکي وایي د دې څلي نژدې ۳۰ سلنه تزیینات د طبیعي پېښو او ورښتونو له کبله له منځه تللي.

د انځور حقوق MUSTAFA MASTOOR
Image caption جام څلی د دوو خوړونو ترمنځ پروت دی

په غور ولایت کې د مدني ټولنې فعال حسن حکیمي بي بي سي ته وویل، تر اوسه دولت او د ملګرو ملتونو ښوونیزې او کلتوري څانګې (یونیسکو) د دې مهم څلي د بیارغاونې لپاره کار نه دی کړی:

"زموږ اندېښنه دا ده که بېړنی اقدام ونه شي موږ به دا منار د تل لپاره له لاسه ورکړو. هغه مهال به پښېماني ګټه ونه لري. موږ یونیسکو او د افغانستان له دولته په کلکه غواړو چې هم د دې منار د نړېدو مخه ونیسي او هم د اوږد مهال لپاره د هغه د بیارغاونې لپاره اقدام وکړي؛ ځکه چې په ورښتونو او سېلابونو کې ډېر زیان وراوښتی."

په ۲۰۰۲ کال کې د یونیسکو له خوا غوښتنه وشوه چې دا څلی د نړۍ د کلتوري میراثونو په نوملړ کې ثبت شي.

دا کار وشو، خو په سیمه کې یوشمېر کلتوري او مدنی څېرې وایي، یونیسکو د دې څلي د بیارغاونې لپاره پام وړ هلې ځلې نه دي کړې. بي بي سي هڅه وکړه چې په دې اړه په کابل کې د یونیسکو د دفتر غبرګون هم واخلي، خو دغې ادارې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د انځور حقوق .
Image caption جام منار په نړۍ کې له خښتو جوړ تر ټولو پخوانی څلی یادېږي ( فایل تصویر)

اړونده مطالب

ورته مطالب