ناټو: طالبان دې د سولې لپاره رښتینی جوړجاړی وکړي

ناټو عمومي منشي
Image caption د ناټو عمومي منشي وايي د کابل ننني برید د افغان جګړې سوله ییزه حل ته اړتیا ده

د ناټو سازمان عمومي منشي وايي، افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ ددې لپاره کوي چې طالبانو ته وښيي چې د جګړې له لارې بریا ته نه شي رسېدای او په کار ده چې (طالبان) په واقعي مانا د سولې لپاره جوړجاړي ته غاړه کېږدي.

یان ستولتنبرګ چې د ناټو دفاع وزیرانو له غونډې یوه ورځ وړاندې یې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې، هیله وښودله چې د سولې په چاره کې " ژر تر ژره پرمختګ ولیدل شي" او د ده په وینا د همدې موخې لپاره د ناټو غړو هېوادونو ترمنځ سلا مشورې روانې دي.

د ناټو عمومي منشي په کابل کې نننی (سې شنبه فبرورۍ ۱۱ مه) ځانمرګی برید وغانده، چې دده په وینا" له بې ګناه ملکي وګړو سره دا وحشیانه زور زیاتی" په افغانستان کې د روانې شخړې سوله ییز حل ته اړتیا په ډاګه کوي.

یان ستولتنبرګ وویل، د همدې حل لارې موندلو لپاره د افغان ځواکونو ملاتړ کوي ځکه په وینا یې:

"موږ فکر کوو او په دې قانع شوي یو چې د ناټو لپاره سولې ته د شرایطو برابرولو غوره لار د افغان ځواکونو ملاتړ، روزنه او مشوره ور کول دي، دوی ترهګرو ته، طالبانو ته دا پيغام رسولی شي چې په جګړه کې ګټه نه شي کولی او په کارده چې د سولې خبرې وکړي "

د ناټو عمومي منشي له نظره د پيغام بله برخه داده چې طالبان "واقعي جوړجاړی وکړي، تاوتریخوالی را کم کړي او د تل پاتې سولې په موخه افغان خپلمنځي خبرو کې برخه واخلي."

ښاغلي ستولتنبرګ زیاته کړه چې په راتلونکو دوه ورځو کې به د غړو هېوادونو استازي د افغان سولې وروستیو پرمختګونو په اړه سلا مشورې وکړي.

د ناټو د مشر په وینا، د ناټو غړي هېوادونو په ګډه افغانستان ته ځواکونه استولي او د راېستلو پرېکړه به یې هم په ګډه او د ټولو په سلا مشوره کېږي.

د ناټو عمومي منشي د افغان ځواکونو د وړتیاوو ستاینه وکړه ځکه په خبره یې "له ستونزو سره ، سره پیاوړي شوي او ناټو د سولې په لاره کې د امریکا د هڅو بشپړ ملاتړ کوي."

د انځور حقوق AFP
Image caption د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ کوي

د ناټو دفاع وزیران داسې مهال په بروکسل کې سره جرګه کېږي چې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ په دوحه کې خبرې دوام لري.

دې لړ کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د قطر د بهرنیو چارو له وزیر او طالب استازو سره په قطر کې غونډه کړې.

امریکايي چارواکو ویلي، د خبرو دې پړاو کې ډېر ټینګار د تاوتریخوالي پر راکمولو دی، خو افغان دولت پر اوربند ټینګار کوي چې له هر ډول خبرو وړاندې باید وشي.

ورته مطالب