بشري حقونو کمېسيون: افغان ځواکونو کې د ښځينه کارکوونکو ځورونه ټکان ورکوونکې ده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ډله کې ۴ سلنه یې ښځي دي.

د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون پخپل تازه راپور کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځینه کارکوونکو ځورونه ټکان ور کوونکې بللې.

په راپور کې راغلي، زیات شمېر مېرمنو ویلي، چې د دندې پر مهال د خپلو نارینه همکارانو او کله هم قومندانانو له لوري ځورول شوې دي.

په راپور کې ۷ سلنه ښځو د جنسي ځورونو په اړه هم خبرې کړې دي، خو د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونو د دغه راپور موندنې ردوي او وايي، په تېرو دوو کلونو د سمونونو په لړ کې یې دغه ستونزې پاموړ هوارې کړې دي.

د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسون د راپور له مخې، د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ډله کې ۴ سلنه یې ښځي دي.

راپور کې له دوه زره او ۲۷۲ ښځو سره چې په امنیتي لیکو کې دندې لري خبرې اترې شوې دي.

د بشر حقونو د کمېسیون موندنې ښيي چې اوه سلنه ښځینه منصوبینو ورته ویلي، له جنسي ځورونو سره مخامخې شوې دي.

"ورور سره مې ځکه په موټر کې نه ځم چې پوليس مو دروي"

د تهران پوليس: هغه مېرمنې له سزا سره نه مخ کېږي چې پړونی نه په سروي

نورو بیا ویلي، چې د دندې پر مهال له ناوړه او تبعیضي چلند، طعنو او غوږوهنو سره مخامخې شوې یا هم د یولړ اسانتیاوو لکه د تشناب او کالیو بدلولو ځای د نشتون له امله ځورول شوې دي.

خو امنیتي او دفاعي بنسټونه وايي، هغه موضوعات چې د بشر حقونو کمېسیون په راپور کې خپاره شوي، دمګړۍ په دغو ارګانونو کې نشته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ښځينه پوليس

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان بي بي سي ته وویل، تېر کې ستونزې وې، خو بیا د سمون پروګرام پلی شو او اوس دغه ستونزه نشته. ښاغلى امان زياتوي " تر بل هر وخت اوس د ملي اردو په لیکو کې ښځو ته د کار غوره چاپېریال رامنځته شوی دی. موږ په دفاع وزارت کې د ملي اردو په لیکو کې د ښځو هر ډول ځورونه په ځانګړي ډول جنسي ځورونه ردوو."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون پخپل راپور کې زیاته کړې، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې شته ځورونې د منلو وړ نه او اندېښمنوونکې دي.

افغان حکومت د خپلو امنیتي ځواکونو شمېر ۳۵۰ زره شاوخوا ښودلی چې په ډله کې یې پولیس، د ملي امنیت او ملي اردو ځواکونه شامل دي.

ورته مطالب