ناټو: بین الافغاني خبرو پیلېدو کې همکاري کوو

یان ستولټنبرګ د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ناټو سرمنشي "ان طالبان هم پوهېږي چې د جګړې په ډګر کې نه شي بریالي کېدای، دوی باید د تاوتریخوالي کمولو په باب خپل ریښتینی او واضح هوډ وښيي."

په برسلز کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډې په درشل کې، د ناټو عمومي سرمنشي یان ستولټنبرګ ویلي، د افغانستان د ټاکنو پایلې او له امریکا سره د طالبانو د سولې مسلې له یوې او بلې سره 'ټکر کې نه' دي او ناټو د دغو خبرو ملاتړ کوي.

کله چې له ښاغلي سټولټنبرګ وپوښتل شول، ناټو ته د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پایلې مهمې دي او که سوله؟

د نوموړي ځواب دا وویل چې: "زما لپاره، دا تناقض نه دی، باوري هم یم چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې هم دا موخه لري او د ناټو ملاتړ ورسره دی. موږ ددغو خبرو په اړه له امریکا سره له نژدې سلامشورې کوو، چې بین الافغاني خبرې پيل شي."

نوموړي وویل، په افغانستان کې تلپاتې سوله د افغانانو له خپلمنځي خبرو پرته نه شي راتلی، چې په وینا یې پخپله افغانان باید د خپل راتلونکي په اړه یوه خوله او یو موټی شي:

"ناټو پرېکړه نه کوي، د ناټو هېڅ ټلوال هم دا پرېکړه نه کوي، بلکې افغانان پخپله باید پرېکړه وکړي، خو زموږ هڅه دا ده چې د افغانانو ترمنځ خبرو او بحث ته لار برابره کړو، چې همدا سولې ته د رسېدو لار ده."

د ناټو سرمنشي وویل، لاهم سولې ته اوږده لار پاتې ده، خو هیله دا ده چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته نژدې شو او ناټو ته غوره لار دا ده چې افغانانو ته د دغو خبرو زمینه برابره کړي.

نوموړی وايي "ان طالبان هم پوهېږي چې د جګړې په ډګر کې نه شي بریالي کېدای، دوی باید د تاوتریخوالي کمولو په باب خپل ریښتینی او واضح هوډ وښيي."

د ناټو سرمنشي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې ځینو امریکايي رسنیو د امریکا د دفاع وزارت د ځینو چارواکو له خولې ویلي، امریکا به روانه اونۍ له طالبانو سره جوړجاړي ته د رسېدو اعلان وکړي.

سي اېن اېن او نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له خولې ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ دغه جوړجاړی به د تاتریخوالي د کمولو په اړه وي، چې په رڼا کې به یې د دواړو خواوو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.

په رپوټونو کې ویل شوي، چې د دې هوکړې له مخې به طالبان د تاوتریخوالي د پاموړ کمونې ژمنه کوي او له افغانانو سره به د سولې خپلمنځي خبرې پیلوي. امریکا به یې په بدل له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو ژمنه کوي.

وروستي بدلون ته په غبرګون کې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي پوتزل مارکوس هیله منتیا ښودلې او ویلي یې دي چې هېڅ یوه ښکېله غاړه باید د سولې مذاکرې په خطر کې وانه چوي چې بین الافغاني خبرو اترو ته لار اواره شي. ده ویلي جرمني دې بهیر سره مرستې ته چمتو ده.

دا خبره پر داسې مهال شوې، چې افغان ولسمشر او اجراییه رییس وړمه ورځ وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ورته په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې له طالبانو سره خبرو کې پاموړ پرمختګ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان طالبانو سیاسي دفتر مشرانو په دې وروستیو کې ایران ته سفرونه کړي دي او هلته یې د دې هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړي.

د طالب بندیانو برخلیک

بل لور ته، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د امریکا د متحدو ایالتونو له مرستیالې سفیرې کرن دیکر د دغه هېواد د سفارت د سولې برخې له مسوول ډنټ پراډيسو سره ناسته کې د دوحې د خبرو په تړاو ویلي، د طالب زندانیانو اړوندې چارې د افغان دولت واک دی او په دې برخه کې حکومت پر اړینو او اغېزناکو اقدماتو کار روان کړی.

پرون بیا وروسته له یوه موده کرارۍ په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې پر افغان پوځيانو وشو لږترلږه شپږ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول. که څه افغان دولت پر طالبانو د برید پړا اچوي خو تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې د برید مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته مطالب