ناټو: که طالبان ژمنې پوره کړي، موږ به هم د سرتېرو شمېر 'تنظیم' کړو

د انځور حقوق twitter/SediqSediqqi
Image caption د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، ولسمشر غني په میونخ غونډه کې د امریکا بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو، دفاع وزیر مارک اېسپر او د افغان سولې لپاره له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره لیدلي دي.

د ناټو مشر منشي یان ستولتنبرګ وايي، که طالبان د تاو تریخوالي کمولو په لړ کې خپله وړتیا او ژمنې پر ځای کړي، نو دوی به هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تنظیم کړي.

د بي بي سي داود اعظمي وايي، د ناټو مشر په جرمني کې د ناټو په کلنۍ امنیتي غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر لږولو او راتلونکې تګلارې سلا مشورې روانې دي.

د ناټو مشر نن (جمعه) له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم لیدلي.

'امریکا څو ورځو کې له طالبانو سره جوړجاړی اعلانوي'

ناټو: بین الافغاني خبرو پیلېدو کې همکاري کوو

پمپیو غني او عبدالله ته د سولې په خبرو کې د "پام وړ پرمختګ" خبر ورکړی

نوموړی وايي، ناټو دا وخت په افغانستان کې ۱۶ زره پوځیان لري او د ده په وینا که طالبان خپلې ژمنې پر ځای کړي او د ده په ټکیو تشدد راکم کړي، ''داسې وښيي چې دا وړتیا لري، نو ناټو د خپلو ځواکونو تنظیمولو ته (چې معانا یې د پوځیانو شمېر کمول دي) چمتو ده. ''

نوموړي د دې تر څنګ دا هم ویلي، چې د سولې د بریا لپاره اړینه ده، چې ناټو د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ روان وساتي.

دا خبرې داسې مهال کېږي، چې افغان ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع له وزیرانو او د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره هم په میونخ کې لیدلي دي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شننه داود اعظمي

د میونخ غونډې دغه لیدنې کتنې داسې مهال تر سره کېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د یوه جوړ جاړي اعلان ته شېبې شمېرل کېږي.

پرون (پنجشنبه) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي، چې 'موږ تړون ته ډېر نژدې یو ' او د امریکا دفاع وزیر بیا وویل، چې له طالبانو سره تر تړون مخکې د اوو ورځو لپاره د تاوتریخوالي پر کمولو یې خبرې کړې دي. د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم د افغان سولې پروسه کې د مهم پرمختګ یادوونه کړې ده.

دغه ډول څرګندونې او غونډې دا ښکاره کوي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د تړون لاسلیکېدل اوس د ورځو خبره ده او کېدای شي، په دوو یا دریو اونیو کې دا چاره تر سره شي. طالبان او امریکایان اوس پر دې غږیږي چې د تشدد د لږوالي ورځ به کله پیلېږي.

له دې ورځې وروسته به د تاو تریخوالی کچه ډېره ټيټه وي، لوی بریدونه به نه کېږي او دواړه خواې به په دفاعي حالت کې وي. ټاکل شوې چې د ''تشدد لږوالي '' له پیل ورځې به شاوخوا یوه اونۍ وروسته د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسلیکېږي.

له دې ورسته به د بندیانو تبادله کېږي او د امریکايي ځواکونو وتل به پیلېږي او بین الافغاني مذاکرات، یعني د طالبانو او د حکومت په ګډون د نورو افغان خواوو تر منځ به د سولې خبرې اترې پیلېږي او په دې ډول به د افغانستان د سولې پروسه دویمې مرحلې ته داخلېږي.

که څه هم تر اوسه د تشدد لږوالي نېټه نه ده اعلان شوې، خو داسې ښکاري چې د روانې فبرورۍ په پای کې به تړون لاسلیک شي او کېدای شي د مارچ میاشتې په لومړیو کې لاسلیک شي.

د افغانستان د سولې پروسې د څرنګوالي، د امریکا او طالبانو تر منځ تړون او د راتلونکو پړاوونو او پېچلتیاوو اړه د بي بي سي پښتو راډیو مشر داود اعظمي مرکه دلته اوریدلای شئ.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغان سولې بهير کې کوم پرمختگونه شوي؟