جنرال دوستم افغانستان کې د 'موازي حکومت' جوړولو ګواښ کړی

عبدالرشید دوستم د انځور حقوق Getty Images
Image caption عبدالرشید دوستم د بابریانو د واکمنۍ د بنسټګر ظهیرالدین محمد بابر د تلین مراسمو ته په شمالي شبرغان ښار کې د وینا پرمهال وویل، "که وهم مرم د "جعلي" رایو منلو ته به حاضر نه شم."

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم خبرداری ورکړی چې دده په ټکو، که "جعلي حکومت" راشي، دوی به هم "موازي حکومت" اعلان کړي. ‌

په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې مهم سیالان اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله وو.

ښاغلی دوستم چې د ولسمشر لومړی مرستیال دی، په تېرو ټاکنو کې د عبدالله ملاتړی و.‌

عبدالرشید دوستم د بابریانو د واکمنۍ د بنسټګر ظهیرالدین محمد بابر د تلین مراسمو ته په شمالي شبرغان ښار کې د وینا پرمهال وویل، "که وهم مرم د "جعلي" رایو منلو ته به حاضر نه شم."

د ښاغلي دوستم ویاند احمد ته‌ینج بي بي سي ته وویل:‌ "د ټاکنیز کمېسیون کړنې د قانون پر بنسټ نه دي، که دا کمېسیون د شکایتونو کمېسیون پرېکړو ته پام ونه کړي، موږ به ارام کښې نه نو او خپل حکومت به اعلان کړو."

د افغانستان ټاکنو کمېسیون د مرغومې پر لومړۍ نېټه د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړې.

ددغو پایلو پر بنسټ، ولسمشر محمد اشرف غني څه د باندې پنځوس سلنه رایو په اخیستو د نوملړ په سر کې او اجراییه مشر عبدالله عبدالله دویم کتار کې و.‌

ښاغلي غني تر ۹۲۳ زره ډېرې رایې (۵۰٫۶۴ سلنه) او عبدالله تر ۷۲۰ زرو ډېرې (۳۹٫۵۲ سلنه)‌ رایې ګټلې وې.

د پایلو تر اعلان وروسته، زرګونه ټاکنیز شکایتونه ثبت شول، چې لا تر اوسه ټاکنیز کمېسیونونه د وروستیو پایلو پر اعلانولو نه دي توانېدلي.

ورته مطالب