اجرائيه ریاست: د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي له هېواده بهر د سفر اجازه نه لري

بي بي سي هڅه وکړه چې په دې اړه د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ نظر هم ولري خو د پرله پسې سره سره ونه توانېده. د انځور حقوق Dr. Abdullah Abdullah FB
Image caption بي بي سي هڅه وکړه چې په دې اړه د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ نظر هم ولري خو د پرله پسې سره سره ونه توانېده.

د افغانستان اجرائيه ریاست د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي د "ذیصلاح محاکمو تر قطعي پرېکړې" ممنوع ‌الخروج اعلان کړي دي.

د اجرائيه ریاست له خوا نن چارشنبه په یوه خپاره شوي سند کې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې چې د دواړو ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونو غړي له هېواد بهر د سفر اجازه نه لري.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحیمي بي بي سي ته وویل، دغه حکم "د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو د تېښتې له وېرې چې خپل مسؤلیت او ملي وجیبه‌ یې نه ده ترسره کړې"، ورکړل شوی او په پلي کولو کې یې بې ‌پروايي له "قانوني چلند" سره مخ کېږي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په یوه ویډیویي کې ویلي، د قانون له مخې یوازې د افغانستان لویه څارنوالي او ستره محکمه کولای شي چې د هېواد یو وګړی ممنوع الخروج اعلان کړي.

ښاغلي رحیمي زیاتوي، پر همدې اساس د کورنیو چارو وزارت هره کړنه به د هېواد له قوانینو سره سمه وي.

د انځور حقوق Arg
Image caption محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د شپږمې د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د شپږمې د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی دی.

دې کمېسیون د (سلواغې ۲۹/فبرورۍ ۱۸) په یوه خبري غونډه کې وویل، چې محمد اشرف غني په ولسمشریزو ټاکنو کې ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه یا ۹۲۳۵۹۲ رایې اخیستې او ګټونکی دی.

د ده مخکښ سیال عبدالله عبدالله بیا د ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه (۷۲۰۸۴۱) رایو په ګټلو دویم ځای خپل کړی.

خو ښاغلي عبدالله د کمېسیون له اعلانه څو شېبې وروسته کابل کې خپلو پلویانو ته وویل چې ټاکنې دوی ګټلې دي او یو ټول شموله حکومت به جوړوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې دمه د اجرائیه ریاست لخوا د دې وروستي سند په اړه څه نه دي ویلي، خو نوي ټاکل شوي ولسمشر محمد اشرف غني پرون خپلو پلویانو ته وینا کې وویل چې د ده په حکومت کې به ټول ګډون ولري او اصلي بریا د ولس ده.

ورته مطالب