اندرابي: د تاوتریخوالي د کمېدو پړاو پنځو ورځو کې پیلېږي

اندرابي د انځور حقوق AFGHAN MOI
Image caption د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي، طالبان به د اوربند کمېدو پړاو کې ځانمرګي او راکټي بریدونه نه کوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې به په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت پړاو په راتلونکو پنځو ورځو کې پیل شي.

ښاغلي اندرابي نن سه شنبه کابل کې له امنیتي چارواکو سره په یوه ګډه غونډه کې وویل، په دې ورځو کې به طالبان ځانمرګي او راکټي بریدونه نه کوي.

هغه زیاته کړه، افغان ځواکونه به د دې پړاو په اوږدو کې چمتو وي، او که چېرې طالبان کوم برید وکړي نو دوی به سملاسي ځواب ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ولسمشر محمد اشرف غني هغه خبره تکرار کړه چې له افغانستانه د څو زره بهرنیو ځواکونو وتل به پر وضعیت هېڅ اغېز ونکړي.

ښاغلي اندرابي وویل، نړیوال ځواکونه به بیا هم د تېر په څېر د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې بهیر ته دوام ورکوي.

بل لور ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خپلمنځي هوکړې له مخې د تاوتریخوالي کمښت باید په افغانستان کې دایمي اوربند ته لاره هواره کړي.

د انځور حقوق GMIC AFGHANISTAN
Image caption ښاغلی صدیقي وایي، افغان ولس دایمي سوله او اوربند غواړي

ښاغلي صدیقي نن (۲۹ سلواغه، ۱۳۹۸) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د تاوتریخوالي کمښت هم یو مثبت ګام دی، خو د افغان ولس غوښتنه دا ده چې په هېواد کې تلپاتې سوله راشي او جګړه دې په بشپړه توګه ختمه شي.

ښاغلی صدیقي وایي، د افغان حکومت له بنده د طالب بندیانو د خوشی کېدو چاره به د قانون په رڼا کې پر مخ وړل کېږي.

نوموړي کابل کې خبریالانو ته وویل، نه غواړي د هغو ادعاو په اړه څه ووايي چې ګواکې پنځه زره طالب بندیان به د سولې د هوکړې له مخې د افغان حکومت له بنده خوشي شي، خو زیاته یې کړه چې د بندیانو د خوشی کولو په برخه کې د افغانستان قوانین ښکاره دي، او پلي کېږي به.

د سولې د بهیر د راتلونکو ګامونو او پړاوونو په اړه د افغان ولسمشر ویاند وویل، افغان امنیتي ځواکونه له امریکايي هغو سره په ګډه د تاوتريخوالي د کمښت پر جزیاتو او تګلارې کار کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغان ولسمشر ویاند ویلي، د طالب بندیانو د خوشی کېدو چاره به د افغانستان قوانینو سره سمه پر مخ وړل کېږي

بل لور ته په عامو او ستراتیژیکو چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر ویلي، کله چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په پایله کې کومه هوکړه وشي نو بل ګام ښایي دا وي چې د دې هوکړې متن به د افغانستان پارلمان ته استول کېږي.

وحید عمر پرون د دوشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دا احتمال هم شته چې له طالبانو سره د افغان حکومت د هوکړې سند ارزولو لپاره یوه لویه جرګه را وبلل شي.

نوموړي همدا راز له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د افغان حکومت مرکچي پلاوي د جوړښت او څرنګوالي په اړه جزیات ورکړل.

ښاغلي عمر وویل، افغان حکومت به طالبانو سره د مذاکراتو لپاره داسې یو پلاوی ټاکی چې اغېزمن وي، تخنیکي وړتیا ولري او د افغانستان اسلامي جمهوریت او د تېرو اتلو کالو له لاسته راوړنو دفاع وکړای شي.

نوموړي وویل، په افغانستان کې فعالې سیاسي ډلې او ګوندونه د سولې د بهیر یوازیني ګډونوال نه دي، بلکې په دې بهیر کې به مدني ټولنه، رسنۍ، افغان ښځې، معلولین او د ملي شورا غړي او نور کسان هم ګډون ولري.

ښاغلي عمر زیاته کړه، دا اسانه نه ده چې د ۱۵ کسانو په یوه مرکچي پلاوي کې د افغان ټولنې دا ټولې برخې او استازي خپله ونډه وویني، خو حکومت د یو داسې مرکچي پلاوي د جوړولو هڅه کوي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت استازیتوب وکړای شي.

د انځور حقوق GMIC AFGHANISTAN
Image caption د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي، د افغان سولې بهیر یوازې سیاسي ګوندونو پورې اړه نه لري

هغه وویل، مرکچي پلاوی به طالبانو سره خبرې کوي، خو کابل کې به یوه جلا ډله موجوده وي چې د حکومت مرکچي پلاوی به رپوټ ورکوي، او د مذاکراتو بهیر به څاري.

ښاغلي عمر وویل، دا به په دې معنی وي چې د سولې په اړه مهمې پرېکړې په کابل کې کېږي، او د حکومت مرکچي پلاوی به د مذاکراتو پر مېز د دې پرېکړو پر تخنیکي اړخ خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کور د ننه هم د افغان سولې د بهیر او دې لړ کې د راتلونکو ګامونو په اړه په کور دننه سلا مشورې پیل کړې دي.

د ولسمشر د ویاند صدیق په خبره، ولسمشر غني له مونیخ کنفرانسه راګرځېدو سره سم په دې اړه له امنیتي ځواکونو، والیانو او خلکو سره مشورې پېل کړې دي:

"د تاوتریخوالي د کمښت د جزیاتو په اړه- چې څنګه تګلاره باید عملي شي- افغان امنیتي ځواکونه له امریکايي هغو سره په ګډه کار کوي. پرون چې په ارګ کې د قول اردوګانو قومندانو سره ناسته وشوه، اصلي بحث پر همدې و چې د تاوتریخوالي د کمښت په ورځو کې څه وړ عملي ګامونه باید اوچت شي. موږ ژمن یو چې دې فرصت ته په کتو د اوربند او سولې لپاره کار وکړو."

د ولسمشر غني دغه ویاند همدا راز وویل، چې افغان دولت د سولې په برخه کې د امریکا او طالبانو تر منځ وروستي پرمختګونه مثبت انګیري خو په خبره يې په دې برخه کې شته احتمالي خطرونو ته هم جدي پام کوي.

دی وايي، تل پاتې اوربند او سوله د افغان دولت او خلکو بنسټيزه غوښتنه ده او د پام وړ تاوتريخوالي پر کمښت ځکه هوکړه شوې چې سولې ته لار هواره شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټاکل شوې ده چې د افغان طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هوکړه نژدې ورځو کې لاسلیک شي

مخکې د امریکا یوه جګپوړه چارواکي ویلي وو چې په افغانستان کې د اووه ورځني اوربند په اړه د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې عملي کېدل به ډېر ژر پېل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، امریکايي چارواکو ښاغلي غني ته د هوکړې او د سولې خبرو د راتلوونکو پړاوونو په اړه جزیات ورکړي دي.

د افغان ولسمشر ویاند ښاغلي صدیقي په خبره، امریکايي چارواکو ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی چې طالبان پر دې سلا شوي چې له تاوتريخوالي لاس واخلي.

خو دی زیاتوي وبه کتل شي چې طالبان څومره پر خپله ژمنه ولاړ پاتې کېږي:

"موږ ځکه د تاوتريخوالي پر کمښت هوکړه وکړه چې بشپړ سولې باندې خبرې وشي. موږ اوسنی وضعیت په نیک فال نیسو، دا یو فرصت دی، محتاطانه به چلند کوو. موږ غواړو وګورو چې په ريښتیا هم طالبان دې ته ژمن دي چې د سولې پروسه یا د خلکو غوښتنه ومني، د دوی د قطر په سیاسي رهبرۍ کې دا ظرفیت شته چې یوې مانا لرونکي بهیر ته راګډ شي چې ريښتیا هم د جګړې بس کول اساسي هدف دی او که نه؟"

ورته مطالب