محمد اشرف غني د افغان ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان شو

د انځور حقوق ARG
Image caption محمد اشرف غني په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ۵۰ اعشاریه ۶۴ رایې ترلاسه کړې دي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د شپږمې د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی دی.

دې کمېسیون نن (سلواغه ۲۹/فبرورۍ ۱۸) په یوه خبري غونډه کې وویل، چې محمد اشرف غني په ولسمشریزو ټاکنو کې ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه یا ۹۲۳۵۹۲ رایې اخیستې او ګټونکی دی.

د ده مخکښ سیال عبدالله عبدالله بیا د ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه (۷۲۰۸۴۱) رایو په ګټلو دویم ځای خپل کړی.

د ټاکنو بل نوماند ګلبدین حکمتیار بیا ۳ اعشاریه ۸۵ سلنه (۷۰۲۴۱) رایې ګټلي او دریم ځای لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل، محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو په ګټلو د افغانستان ولسمشر په توګه اعلانېږي.

خو د کمېسیون له اعلان وروسته د ټاکنو یو بل مهم نوماند عبدالله عبدالله کابل کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهار وویل، ټاکنې دوی ګټلې دي او ډېر ژر به یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.

ښاغلي عبدالله او پلویانو یې تر دې وړاندې هم ګواښ کړی و چې، د دوی په وینا، تقلبي پایله ورته د منلو وړ نه ده او که کمېسیون وروستۍ پایلې اعلان کړي نو دوی به خپل حکومت اعلان کړي.

عبدالله د انځور حقوق ABDULLAH FACEBOOK
Image caption عبدالله عبدالله او ټاکنیزو پلویانو یې وار د مخه اعلان کړی چې، د دوی په وینا، تقلبي پایله به نه مني

له بریا وروسته د غني څرګندونې

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته په یوه وینا کې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې بریا د ولس وبلله، ښاغلي له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې په ټآکنو کې یې برخه اخستې ده.

ښاغلي غني پر خپلو سیاسي سیالانو غږ وکړ چې اوس "د سیالۍ شېبه پای ته رسیدلې او نن د اشتراک ورځ ده. "

افغان ولسمشر وویل د سولې په اړه د واک ته رسېدلې ډلې ژمنه داده چې ټول افغانستان ته به سوله راولي. ښاغلي غني وویل: "تمه ده چې موږ په صراحت ، جرات او فکر نوي سیاسي چاپیریال ته داخل شو. "

افغان ولسمشر ډاډ څرګند کړ چې " د افغانستان اکثریت پاله ټولنه به طالبان جذب کړي. د حکومت سینه طالب او بلې هرې ډلې ته چې غواړي د ټوپک له لارې ځان ثابت کړي خلاصه ده. موږ سوله غواړو تلپایه سوله غواړو او دا ټیم به که خدای کول ټول افغانستان ته سوله راولي."

Image caption د وروستیو پایلو له مخې غني لومړی، عبدالله دویم او حکمتیار دریم ځای لري

دوه میاشتې وړاندې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون له شاوخوا درې میاشتیني ځنډ وروسته د ۱۳۹۸ لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د لومړني پایلو له مخې محمد اشرف غني د ۹۲۳ زره او ۸۶۸ رایو په ګټلو (چې ۵۰٫۶۴ سلنه کېږي) تر نورو نوماندانو ډېرې رایې ګټلې وې.

په دویم کتار کې عبدالله عبدالله و چې ۷۲۰ زره او ۹۹۰ رایې (چې ۳۹٫۵۲ سلنه کېږي) خپلې کړې وې.

د ټاکنو د لومړیو پایلو له اعلان وروسته ګڼو نوماندان نیوکې وکړې چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده او دوی ته یې پایلې د منلو نه دي.

له هغه وروسته د جنجالي رایو د بیا شمېرنې او ټاکنیزو شکایتونو د ثبت او اروزنې څو میاشتنی بهیر پیل شو.

څو ورځې وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د خپلو موندنو له مخې ټاکنو کمېسیون ته ۷ وروستۍ پرېکړې استولې وې، چې ټاکنو کمېسیون یې پلې کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسون له دې وروسته وویل، په نهو ولایتونو کې د ټاکنو د بیا شمېرنې په اړه دوه ورځې مخکې پېل شوی بهیر د ټاکنیزو شکایتونو او د ټاکنډلو د څاروونکو په موجودیت کې "په بریالیتوب" پای ته رسېدلی دی.

کمېسون بلاخره نن سه شنبه د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې چې له مخې یې، لکه هماغسې چې په لومړنیو پایلو کې څرګنده شوې وه، محمد اشرف غني د دې ټاکنو ګټونکی شو.

د انځور حقوق IEC AFGHANISTAN
Image caption د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د وروستیو پایلو د اعلان پر وخت وویل چې د ټاکنو پروسه په بشپړه توګه رڼه وه

څو ورځې وړاندې د افغانستان دوو مهمو سیاسي ګوندونو، جمعیت اسلامي او وحدت اسلامي اعلان کړی و چې که د ولسمشرۍ ټاکنو په پایلو کې درغلي وشوه نو دوی به د عبدالله عبدالله په مشرۍ حکومت اعلان کړي.

دواړو ګوندونو په جلا اعلامیو کې ویلي، دوی د ټاکنو په پایلو کې د درغلۍ په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د وروستي دریځ ملاتړ کوي.

ښاغلي دوستم څو ورځې وړاندې ویلي وو، که د ټاکنو پایلې رڼې نه وي او یوه ډله د درغلۍ له لارې د واک ترلاسه کولو هڅه وکړي نو نوموړی به د عبدالله عبدالله په مشرۍ نوی حکومت اعلان کړي.

د جمعیت اسلامي او وحدت اسلامي ګوندونو او د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش اسلامي ګوند په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کاوه.

خو د جمعیت اسلامي ګوند اجرائيه مشر عطا محمد نور بیا په دې ټاکنو کې د محمد اشرف غني ملاتړ کاوه او له دې وړاندې یې د سیالو ډلو د څرګندونو په ځواب کې ویلي چې هېڅوک ګډوډي نشي رامنځته کولی.

ورته مطالب