کندهار کې د ۳۰ ځوانانو ډله ييز واده وشو

د افغانستان په کندهار کې د سېلاب خيريه بنسټ له خوا د ۳۰ تنو ډله ييز واده وشو. د دغو ځوانانو کورنۍ وايي ناوړه دودونو، درنو لګښتونو او بې روزګارۍ دوی اړ کړی وو چې غوښتل شوې نجلۍ د څو کلونو لپاره پر کور کښېنوي.

، د عکس تشریح

د افغانستان په جنوبي ولايت کندهار کې د سېلاب خيريه بنسټ له خوا د ۳۰ تنو ډله ييز واده وشو.

، د عکس تشریح

د سېلاب خيريه بنسټ مشر سيد احمد سېلاب وايي په دغه ځوانانو کې ګڼ داسې کسان و چې د واده درنو لګښتونو ته يې اوږده نشوی ورکولی

، د عکس تشریح

د دغو ځوانانو کورنۍ وايي ناوړه دودونو، درنو لګښتونو او بې روزګارۍ دوی اړ کړی وو چې غوښتل شوې نجلۍ د څو کلونو لپاره پر کور کښېنوي.

، د عکس تشریح

تر دې وړاندې هم د افغانستان په ځينو برخو کې دې ته ورته ډله ييز ودونه شوې وو

، د عکس تشریح

د دغه ۳۰ تنو ځوانانو سره د خوراکي او نورو توکيو مرسته هم وشوه.

، د عکس تشریح

د دې مراسمو جوړونکي وايي، افغانستان کې د ولور کچه لوړه ده، ډېری کورنۍ اقتصادي ستونزې لري او ځوانان نشي کولی چې پر وخت واده وکړي

، د عکس تشریح

کندهار کې د ځوانانو ډله ييز واده