طالبان او امریکایان د فبرورۍ پر ۲۹مه خپلمنځۍ هوکړه لاسلیکوي

امریکا او طالبان د انځور حقوق Getty Images

امریکا او طالبان وايي په خپل منځ کې به بله شنبه (کب پر لسمه یا د فبرورۍ پر ۲۹مه) د سولې تړون لاسلیک کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو په یوه اعلامیه کې ویلي د دغه تړون له لاسلیک وروسته به ژر د افغانانانو خپلمنځي خبرې هم پیل شي.

طالبانو هم په یوه جلا اعلاميه کې ويلي د تړون د لاسلیک تر نېټې به دواړه لوري مناسبه فضا برابروي، د بندیانو د خلاصون لپاره به ترتیبات نیسي او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته به لاره جوړوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان د ملي وحدت له حکومت سره په مشوره يې مرکچيان په دوحه کې له طالبانو سره په ټول افغانستان کې د تاوتريخوالي پر پام وړ کمولو سلا شوي دي.

هغه ويلي د دغې هوکړې له بريالۍ پلې کېدا وروسته به د امریکا او طالبانو تر منځ تړون کې پرمختګ وشي او تمه لري چې پر بله شنبه یا د فبرورۍ په ۲۹مه به دا تړون لاسلیک شي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلاميې له مخې د امريکا او طالبانو تر منځ د تړون له لاسلیکېدو وروسته به ژر د افغانانو خپل‌منځي خبرې هم پیل شي.

په اعلامیه کې د بهرنیو چارو وزیر له قوله ویل شوي چې په افغانستان کې د پايېدونکې سولې یوازينۍ لار داده چې افغانان په ګډه د خپل هېواد پر راتلونکي سلا شي.

د هغه په وینا : "که څه هم ننګونې شته خو په دوحه کې شوي پرمختګونه ښه فرصت دی،" او له افغانانو یې غوښتي چې له دې موکې ګټه واخلي.

بلخوا طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د توافقنامې د لاسلیک لپاره تر یادې نیټې وړاندې به دواړه لوري مناسبه فضاء برابروي، د لاسلیک مراسمو ته د یو شمېر هیوادونو او سازمانونو لوړ رتبه استازي بلل کیږي او د بندیانو د خلاصون لپاره لازم ترتیبات نیول کیږي.

اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه لوري به " د هیواد له بېلابېلو جهتونو سره د بین الافغاني مذاکراتو زمینه مساعدوي او بالآخره به د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو او د افغانستان خاوره د چا د امنیت په خلاف نه کارولو سره به په ټول هیواد کې د سرتاسري سولې لپاره لار هواروي".

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ هم په یوه اعلامیه کې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالي هر کلی کړی. د ښاغلي ستولتنبرګ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا "د تاوتریخوالي په کمولو کې د طالبانو د چمتوالي او توان ارزونه ده او دا چې طالبان څومره په سوله او ښه نیت کې ښودله کې برخه اخلي. "

د ناټو عمومي منشي ویلي دا پړاو به د افغانانو ترمنځ خبرو، تلپاتې سولې او دا چې افغان خاوره به نور هېڅکله د ترهګرو ځاله نه وي، لاره هواره کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو په یوه اعلامیه کې ویلي د دغه تړون له لاسلیک وروسته به ژر د افغانانانو خپلمنځي خبرې هم پیل شي.

نن د افغانستان د امنیت شورا هم وویل چې د فبرورۍ له ۲۲مې (شنبه، د کب ۳) به په ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدل پلي شي.

د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل بي بي سي ته وویل، چې افغان حکومت د دې پلان د عملي کولو لپاره "پوره چمتو والی" لري.

نوموړی وايي: "تمرکز پردې ور ټول دی چې له دغې یوې اونۍ موکې څخه پوره ګټه واخیستل شي او موږ سولې ته ورسوي. تردې وړاندې اوربند وشي او د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شي."

ښاغلی فیصل زیاتوي چې د تاوتریخوالي کمولو د هوکړې عملي کېدا به ټول افغانستان کې د فبرورۍ له ۲۲مې (نن شپه ۱۲ بجې د سهار) پیل شي.

د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته منلې چې د تاوتریخوالي کمېدل به د نن شپې له ۱۲ بجو نه پیلیږي.

د امنیت شورا ویاند وايي، افغان امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې "تیار سئ" حالت کې واوسي او په وینا یې له خپلو خلکو، لویو لارو او تأسیساتو نه دفاع ته چمتو وي.

جاوید فیصل زیاتوي چې د داعش او "نورو ترهګرو ډلو" خلاف عملیاتو او نورو فعالیتونو کې بدلون نه راځي.

ورته مطالب