د غني د لوړې مراسمو ته چمتووالی؛ خو عبدالله یو بل والي هم وټاکه

غني د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ولسمشر غني د لوړې مراسم ښایي راتلونکې پنجشنبه ترسره شي

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو جوړولو ته د یوه فرمان له لارې ځانګړی کمېسیون جوړ کړی. د دغه حکم له مخې د لوړې د مراسمو د جوړولو کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې د دغو مراسمو لپاره ټول امنيتي تدابیر او تشریفات په راتلونکو پنځو ورځو کې بشپړ کړي.

د پروان دولايتي شورا مشر او د لوړې د مراسمو د جوړولو کمېسیون مشر غلام بهاالدين جيلاني بي بي سي ته ویلي لومړني چمتووالي نيول شوي او ښايي د ولسمشر د لوړې مراسم د کب پر اتمه، یعنی د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ جوړ شي.

په ورته مهال د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې ټیم شمالي جوزجان ولایت ته خپل والي معرفي کړی. د دغې ټاکن‌ډلې کسانو د جوزجان د ولايتي شورا غړی عبدالحی حیات د دغه ولایت د والي په توګه معرفي کړی.

خو د سیمه‌ ييزو ارګانونو اداره وايي د دوی ټول واليان په خپلو ادارو کې پر کارونو بوخت دي.

د انځور حقوق Abdullah Facebook
Image caption د عبدالله عبدالله ډلې له یو شمېر سیاست والو سره تر مشورې وروسته د ولایتونو لپاره د خپلو والیانو معرفي کول پیل کړي

په ورته وخت کې د ثبات او همګرایۍ ټاکن‌ډلې غړي او د جنبش ګوند ویاند بشیراحمد تینج بي بي سي ته وویل که د دوی غوښتنې ومنل شي خپلو خلکو ته قناعت ورکولی شي. د ده په ټکو، خلکو بدلون ته رایه ورکړې وه او غواړي دا بدلون وويني.

عبدالحی حیات د جنرال عبدالرشید دوستم نژدې کس دی. ښاغلی دوستم په ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ټاکن‌ډلې ملاتړی و.

د عبدالله عبدالله پلویانو پرون محمد نور رحماني د سرپل د والي په توګه معرفي کړی و. د پنجشیر والي هم ویلي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د هغه په ټکو د "ټول‌شموله دولت" ملاتړ کوي.

خو د سیمه ‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې دغو ګمارنو ته په غبرګون کې ویلي په ۳۴ ولایتونو کې واليان په خپلو دفترونو کې په کارونو بوخت دي. د دغې ادارې ویاند سیدشاه سقیم وايي په سرپل کې د رامنځته شوې ستونزې د حل لټه کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوناما او ناټو ویلي، د والیانو ټاکلو چارې اندېښمن کړي دي

د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلو له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې. په ځینو ولایتونو کې يې تود هرکلی وشو خو په ځینو نورو کې د عبدالله عبدالله د هغه دريځ ملاتړ وشو چې دغه پایلې یې ونه منلې.

د عبدالله عبدالله د ټاکن‌ډلې لخوا د سرپل د والي له معرفي کولو څو ساعته وورسته په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما او په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي پر دغه اقدام خواشيني وښوده او ويې ویل چې په داسې وخت کې چې د تاوتريخوالي د کمولو هڅې روانې دي د زور او نورو ناقانونه لارو کارول د سولې لپاره د خلکو هیلې کموي.

ورته مطالب