د ټاکنو پر سر جنجال: کرزي، خلیلزاد او سیاف له غني او عبدالله سره کتلي

غني د انځور حقوق KARZAI FACEBOOK
Image caption پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبد رب الرسول سیاف نن دوشنبه ولسمشر غني سر وکتل

یو شمېر افغان سیاستوالو او بهرنیو استازو د ولسمشریزو ټاکنو وروستیو پایلو پر سر د را ولاړ شوي سیاسي جنجال د حل لپاره نوې هڅې پیل کړې دي.

په دې لړ کې نن دوشنبه د افغان سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبد رب الرسول سیاف له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره جلا لیدنې وکړې.

له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي، ولسمشرمحمد اشرف غني دوشنبه له غرمې مخکې له استاد عبد رب الرسول سیاف او د هیواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي او د روان وضعیت او سولې پروسې په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

د دې مشرانو ترڅنګ د جمعیت اسلامي ګوند اجرائيه مشر او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور هم دوشنبه ماښام ولسمشر غني سره لیدلي دي.

ښاغلی نور په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني ملاتړی و او د پایلو له اعلان وروسته یې پر معترضو ټاکنډلو غږ کړی و چې د تاوتریخوالي پر ځای دې خبرو له لارې ستونزه حل کړي.

له دې هڅو سره سم د ثبات او همپالنې ټاکنډلې د نوي ولسمشر په توګه د عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو چمتووالي ته کمیسیون جوړ کړی دی.

د انځور حقوق ABDULLAH FACEBOOK
Image caption کرزي او سیاف له عبدالله عبدالله سره هم جلا کتنه کړې ده

د دغه کمیسیون په وینا، د ښاغلي عبدالله د لوړې مراسم به راتلونکې پنجشنبه ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه په سپېدار ماڼۍ کې وشي.

د کمیسیون یوه غړي همایون همایون له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دوی د لوړې مراسمو ته په افغانستان کې د ټولو مېشتو سفارتونو استازي ورغوښتي دي.

تر دې مخکې ولسمشرمحمد اشرف غني هم د خپلې لوړې مراسمو جوړولو لپاره کمېسیون ټاکلی و او د دغه کمېسیون په وینا د لوړې مراسمو جوړولو لپاره چمتوالی روان دی.

بله خوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد له څو ورځې راهیسې له افغان سیاسی مشرانو سره د ولسمشریزو ټاکنو پر سره راولاړو شویو ستونزو حل په موخه لیدني، کتنې پیل کړي دي.

د یوې باوري سرچینې په خبره، نن زلمي خلیلزاد له عبدالله عبدالله سره کتلي او د ټاکنو په اړه راپورته شويو جنجالونو پر هواري یې خبرې کړې دي.

د انځور حقوق ARG FACEBOOK
Image caption سرچینې وایي، خلیلزاد له غني او عبدالله غوښتي چې د لوړې مراسم دې وځنډوي

د سرچینې په وینا، ښاغلي خلیلزاد له عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني غوښتي چې د لوړې کولو مراسم، چې دواړو ورته د رواني اوونۍ د پنجشنبې ورځ ټاکلې، د را ولاړو شویو جنجالونو تر هواري وځنډوي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو استازي نیکلولاس کې پر خپله ټویتر پاڼه کې په افغانستان کې د مشرانو پر خپل منځي جوړجاړي ټنیګار کړی او له ټولو خواوو یې غوښتي چې سولې او ملي یووالي ته لومړیتوب ورکړي.

د نوموړي په وینا ناټو د هغو خوځښتونو ملاتړ نه کوي چې د جنجالونو او تاوتریخوالي ډېرېدو لامل کېږي.

ورته مطالب