کورونا وېروس: پاکستان چمن دروازه وتړله؛ حیرتان کې هم پوله تړل شوې

د حیرتان یوه چارواکي نورالدین رؤفي بي بي سي ته وویل، تېره شپه ازبکستاني پوله ساتي ځواکونه له تاشکنده ورغلل او پوله یې وتړله.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د حیرتان یوه چارواکي نورالدین رؤفي بي بي سي ته وویل، تېره شپه ازبکستاني پوله ساتي ځواکونه له تاشکنده ورغلل او پوله یې وتړله.

پاکستان د کورونا وېروس په تړاو اندېښنو له کبله په چمن کې له افغانستان سره د یوې اوونۍ لپاره خپله دروازه تړلې ده. په ورته وخت کې د افغانستان شمالي ولایت بلخ چارواکي وايي، ازبکستان هم په حیرتان کې خپله پوله د مسافرو پرمخ وتړله. خو د رېل ګاډي په مټ به سوداګریز توکي لېږدول کېږي.

د پاکستان د امنیتي چارواکو له خوا ورکړل شويو مالوماتو له مخې نن دوشنبې نه تر مارچ نهمې نېټې پورې پاک- افغان چمن دروازه د ټولو خلکو تګ راتګ پر وړاندې تړلې ده. د دوی په ټکو آن ویزه لرونکي کسان هم نه شي کولی چې پاکستان یا افغانستان خوا ته سفر وکړي.

که څه هم د چمن پر دروازه د تیرې یوې میاشتې راهیسې مساپر څارل کېږي او د کورونا وېروس له معاینې وروسته پاکستان ته د تګ اجازه ورکول کېږي، خو بیا هم پاکستاني چارواکي په دې ویره کې دي چی هسې نه کوم مساپر له افغانستانه دا وېروس پاکستان ته انتقال کړي.

بل لور ته د افغانستان په شمال کې د حیرتان یوه چارواکي نورالدین رؤفي بي بي سي ته وویل، له ازبکستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته دې هېواد ومنله چې سوداګریز توکي دې د اورګاډي له لارې نه درېږي، خو پلی تګ او د ګاډو له لارې د توکو لېږد رالېږد به د کورونا ویروس له امله تر نامالومې نېټې بند وي.

د ښاغلي رؤفي په وینا، په منځني ډول ۲۱۰ تنو له افغانستانه ازبکستان ته او ۱۵۰ تنو له دغه هېواده افغاستان ته تګ راتګ درلود.

ښاغلي رؤفي بي بي سي ته وړاندې ویلي وو، تېره شپه ازبکستاني پوله ساتي ځواکونه له تاشکنده ورغلل او پوله یې وتړله چې په وینا یې دا کار یې له افغان چارواکو سره له همغږۍ پرته کړی و.

په بلخ کې د ازبکستان د کونسلګرۍ یوې سرچینې هم تایید کړه چې د کورونا ویروس د مخنیوي په پار تر نامعلوم وخته دې هېواد له افغانستان سره خپله پوله تړلې ده.

د پاکستان بلوچستان ته له ایرانه راتلونکي کسان هم پر ګډه پوله څارل کېږي، ویل شوي چې تېرو دوو ورځو کې له ۱۷۰۰زیات کسان له ایرانه دغه ایالت ته راغلي او له معاینې وروسته به ورته د تلو اجازه ورکړل شي.

د عکس سرچینه، BBC

په ورته وخت کې د کندهار چارواکي وايي، نن دوشنبه (مارچ ۲) په سپین بولدک ولسوالۍ کې "فرضي کرښه " د پاکستان له لوري د یوې اونۍ لپاره بنده شوې ده.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي بي بي سي ته وویل، پاکستان چارواکي غواړي په دې یوه اونۍ کې هلته یو روغتون جوړ کړي چې تلونکي او راتلونکي مسافر پکې وکتل شي او د کورونا د وېروس مخنیوی وکړي.

دغه راز د کندهار د عامې روغتیا ریاست په سپین بولدک کې یوې روغتیايي ډلې ته دنده سپارلې وه چې یوازې پاسپورټ لرونکي مسافر د کورونا وېروس په پار چک کړي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه، نن دوشنبه سهار دوه روغتیايي ډلې نورې هم ورغلي څو بې پاسپورټه مسافرین وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې پر چمن دروازه هره ورځ تر شلو زرو زیات کسان تګ راتګ کوي. یوازې لسګونه یې د پاسپورټ د لارې پاکستان ته ځي خو زرګونه یې بیا پرته له پاسپورټه تګ راتګ کوي په دې ډله کې شاوخوا درې زره یې سوداګر او هټيوال دي، چې له کرښې ها غاړې نه وېش بازار ته د کاروبار لپاره راځي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

افغانستان له پاکستان سره دوه د تګ راتګ دروازې لري، چې یوه یې د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې ده.

د افغانستان په هرات ولایت کې د کورونا وېروس د لومړۍ مثبتې پېښې له تایید وروسته، تېره اونۍ پر دوشنبه افغانستان له ایران سره د ځمکې او هوا له لارې د یوې ورځې لپاره تګ راتګ بند کړ.

تر اوسه یوازې په هرات کې د کورونا ویروس له وېرې بیړنی حالت اعلان شوی دی، د ټولو ښوونیزو مرکزونو، لوبغالو، سرپوښلي هوټلونو، حمامونو او هرهغه ځای د بندېدو غوښتنه شوې چې هلته د ګڼې ګوڼې امکان شته.

پاکستان کې تر اوسه د کورونا وېروس څلور مثبتې پېښې مخې ته راغلې دي، چې پکی دوه اسلام اباد او دوه نور کسان د سند ایالت مرکزي ښار کراچۍ کې دي.