قریشي: افغان حکومت او طالبان دې د بندیانو خوشي کول بې له ځنډه پیل کړي

قریشي

د عکس سرچینه، SHQ Facebook

د عکس تشریح،

شاه محمود قریشي ویلي، افغان حکومت او طالبانو دې د یو بل بندیان خوشي کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ټینګار کړی چې د باور ټینګولو له پاره دې افغان حکومت او طالبان دواړه، د بندیانو پرېښودل بې له ځنډه پیل کړي. نوموړي نن یکشنبه اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته وویل چې بین الافغاني خبرې دې هم ژر تر ژره پیل شي.

شاه محمود قریشي له دوحې نه تر ستنېدو وروسته له خبریالانو سره غږېده. هغه وویل: په افغانستان کې د تلپاتې سولې څرک لګیدلی خو اوس، د هغه په ټکو، غوراوی د افغانانو خپل دی چې دا فرصت څنګه کاروي.

ښاغلی قریشي یوازې یوه ورځ وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې افغان طالبانو او امریکا په دوحه کې د سولې په اړه پر خپلمنځي هوکړې پرون شنبه لاسلیکونه وکړل.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دې هوکړې هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان کشاله یوازې له سیاسي لارې حل کېدلی شي.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود هم ټیګار کړی و چې د طالبانو او امریکایانو خپلمنځي هوکړې، او د افغان سولې بهیر کې د پاکستان رول مثبت و.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

طالبانو او امریکا شنبه د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه د سولې په اړه خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني همدا نن یکشنبه کابل کې خبریالانو ته وویل، د امریکا او طالبانو تړون کې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدو لپاره هېڅ ژمنه نه شته او د بین الافغاني خبرو لپاره به د مخشرط په توګه نه مطرح کېږي.

کله چې له افغان ولسمشر وپوښتل شول، که امریکا وغواړي چې طالب بندیان خوشې کړئ، څه به کوئ؟

د نوموړي ځواب دا وی چې:"د بندیانو خوشې کول د امریکا صلاحیت نه دی موږ له امریکا سره د بندیانو د خوشې کېدو پر سر موافقه نه لرو. دا د افغان حکومت صلاحیت دی، چې یوازې په هر اړخیزو خبرو کې مطرح کېدای شي. امریکا اسانچارې ده، چې د تصمیم معنا نه لري. له ښاغلي خلیلزاد او ټولو امریکايي ځواکونو وپوښتئ، چې په دې اړه بشپړ وضاحت لري."

ښاغلي غني وویل، له طالبانو سره د افغان حکومت خبرو کې د هغوی د بندیانو خوشې کېدل نه شي راوستلی کېدای: "خو دا شرط نه شو ګڼلی، دا ځل ښه نیت مطرح نه دی."

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح،

ولسمشر غني وویل، د طالب بندیانو د خوشي کېدو په اړه "باید افغان ولس باور وي، هغه چې خوشي کېږي، د ملت پر واندې به نه درېږي او وسلې ته به مراجعه نه کوي."

بل لور ته ښاغلي قریشي د یکشنبې خبري ناسته کې زیاته کړه، د اورکم په موده کې طالبانو دا وښوده چې دوی پر خپلو وسله والو کنترول لري او خپلو ژمنو باندې عمل کولی شي.

د هغه په وینا، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پوه او تجربه لرونکی کس دی او پوهېږي چې د باور فضا جوړولو لپاره باید څه وشي.

یاده دې وي چې پرون دوحه کې له امریکا سره د خپلمنځي هوکړې د لاسلیکولو پر مهال قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم د پاکستان ځانګړې مننه وکړه چې د افغان سولې په بهیر کې یې هلې ځلې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، خپل امریکایي سیال مایک پومپیو ته یې ویلي چې په افغانستان کې روان سیاسي بحران باید د سولې پر بهیر ناوړه اغېز ونکړي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې د افغان ولسمشر راتلونکي لومړي مرستیال امرالله صالح پر کړنو او څرګندونو هم نیوکه وکړه او هغه یې د سولې بهیر پر ګډوډولو تورن کړ.