امریکا او طالبان به څومره په خپلو ژمنو کې بریالي وي؟

  • نذیر احمد سهار
  • لیکوال او خبریال
طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

امریکا او طالبانو دوحه کې د سولې خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه

د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک کېدو وروسته، د سولې بهیر تر ټولو مهم او ټاکونکی پړاو بین الافغاني خبرې اترې دي. له طالبانو سره د متحده ایالاتو د هوکړه لیک او له افغان حکومت سره د اعلامیې د محتوا یوه ستره برخه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ پر خبرو اترو ( بین الافغاني مذاکراتو) ورټوله ده.

خو ایا دغه (له سیاسي هوکړې سره مل) خبرې اترې به د هوکړه لیک او اعلامیې د وړاندوینو له مخې په ټاکلې موده کې شونې وي؟

د افغانستان حکومت له متحده ایالاتو سره په خپله ګډه اعلامیه کې له طالبانو سره خبرې د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي په اډانه کې تعریفوي او وايي، سیاسي هوکړه د طالبانو او د افغانستان اسلامي جمهوریت د ټولشموله پلاوي ترمنځ د خبرو په پایله کې رامنځته کیږي.

خو د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک کې خبرو اترو ته د بین الافغاني ډیالوګ او بین الافغاني خبرو اترو اصطلاحات کارول شوي، چې دواړه یو تربله توپیر کوي او خبرې په دوو پړاوونو وېشي.

د مذاکراتو پر ډول اختلاف:

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

طالبان دا غوره بولې چې د افغان حکومت پر ځای له افغان سیاسي او قومي مشرانو سره خبرې وکړي

طالبان او حکومت وار دمخه د خبرو اترو د ډول په اړه اختلاف لري. طالبان له حکومت سره د خبرو اترو پرځای له مختلفو ډلو او سیاسي مشرانو سره خبرو اترو ته لومړیتوب ور کوي.

په کابل کې د خبرو اترو پر څرنګتیا د سیاسي کړیو ترمنځ اختلافات د دوی دریځ پیاوړی ساتي. دوی ته له یوه واحد ادرس سره تر خبرو اترو، له ډلو او سیاسي-قومي مشرانو سره پایلې ته رسیدل اسانه دي.

خو افغان حکومت غواړي سیاسي مشران او احزاب د انفرادي هڅو پر ځای، د دوی تر چتر لاندې خبرو اترو ته لاړ شي.

افغان چارواکي د سولې د بین الافغاني خبرو اترو اصطلاح ناسمه ګڼي. دا ډول خبرې اترې یو خوا له حکومت نه د عمل ابتکار اخلي او بل خوا په کور دننه او بهر له انزوا سره مخ کېدای شي.

د ولسمشر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر د دوحې له پرمختګ وړاندې د سولې په یوه ناسته کې وویل، دوی له بین الافغاني اصطلاح سره ستونزه لري.

د هغه په وینا، جګړه د طالبانو او د افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ ده او خبرې اترې هم باید د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ وي.

د عکس سرچینه، Waheed Omar Facebook

د عکس تشریح،

افغان چارواکي د "بین الافغاني مذاکراتو" اصطلاح ناسمه بولي

طالبان د خبرو اترو بهیر په دوو پړاوونو، یعنی ډیالوګ او مذاکراتو وېشي.

د کابل اوسني سیاسي وضعیت ته په پام، بین الافغاني ډیالوګ طالبانو ته دا توان ورکوي چې د راتلونکو پړاوونو لپاره له مختلفو افغاني اړخونو سره یو مساعد او همغږی چاپیریال رامنځته کړي.

دغه چاپیریال له دوی سره د بین الافغاني مذاکراتو په پړاو کې د برلاسي لپاره کافي مرسته کولای شي.

په دې برخه کې د دوی لپاره د مسکو او دوحې د بین الافغاني ډیالوګ ناستې ښې تجربې وې. افغان حکومت له دې ناستو ښې خاطرې نه لري.

په اورکم پسې اوربند:

د مذاکراتو بل مهم توکی اوربند دی. افغان حکومت د خبرو اترو لپاره تر ټولو ډېر پر اوربند ټینګار کوي.

ولسمشر غني د امریکا او طالبانو د خپلمنځي هوکړې له لاسلیک کېدو یوه ورځ وروسته د مارچ پر لومړۍ نېټه په یوه خبري غونډه کې وویل، دی هیله من دی چې اوسنی اورکم به په اوربند بدل شي.

خو طالبان اوربند د بین الافغاني خبرو اترو د اجنډا برخه ګڼي. د امریکا او طالبانو ترمنځ په لاسلیک شوې هوکړه کې ویل شوي، اوربند به د افغانستان د راتلونکې سیاسي نقشې (Political Road Map) له بشپړیدو او پر هغې له هوکړې سره سم، د دې روډمپ د یوې برخې په توګه اعلانیږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ اوربند د مذاکراتو بل مهم ټکی دی

طالبان چې ترڅو د امریکايي ځواکونو له وتلو ډاډمن شوي او یوې سیاسي هوکړې ته رسیدلي نه وي، ډاګیز اوربند نه کوي.

په دې موده کې به دوی یوازې له بهرنیو ځواکونو سره جګړه نه کوي. طالبان به په هوکړه لیک کې پر شویو ژمنو یوازې په هغو سیمو کې مکلف وي، چې د دوی تر ولکې لاندې دي.

دوی ښايي په دې ۱۴ میاشتو کې، چې له امریکايي ځواکونو سره پر یوه او بل د برید نه کولو ژمنتیا لري، کوښښ وکړي چې زیاتې سیمې تر ولکې لاندې راولي او د خبرو اترو پر میز له پیاوړي دریځه راڅرګند شي.

په دې موده کې به بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو پوځي ننګې او ملاتړ ته ونه دانګي.

د افغان حکومت او امریکا اعلامیه وړاندوینه کوي چې دواړې خواوې به له القاعدې، داعش او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو سره چې امریکا، د امریکا متحدانو او افغانستان ته ګواښ پېښوي، جګړه روانه ساتي.

دلته د نړیوالو ترهګرو اصطلاح کارول شوې، چې طالبان پکې نه دي شامل شوي.

ګډې اعلامیې د امنیتي تړون په اډانه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ د وړتیاو په لوړاوي او د هغو نړیوالو ترهګرو ډلو خلاف د افغان ځواکونو په ملاتړ پورې محدود کړی، چې متحده ایالاتو او د هغه متحدانو ته ګواښ پېښوي.

مانا دا چې متحده ایالات د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړه کې کار نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

که پر اوربند هوکړه ونشوه نو طالبان ښایي پر افغان ځواکونو بریدونو ته دوام ورکړي

د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ هوکړه لیک کې د ټولو ځواکونو وتل قید شوي، خو استخباراتي ځواکونو ته، چې د امریکا ولسمشر یې په مکرر ډول په افغانستان کې پر پاتې کېدو ټینګار کوي، نغوته نه ده شوې.

د پنځه زره بندیانو خوشي کېدل:

د بندیانو خوشي کېدل، چې ډېری یې د افغان حکومت په زندانونو کې دي، د هوکړه لیک د پلیتابه او خبرو اترو د پیل کېدو برخه کې یوه بله ننګونه ده.

افغان حکومت به د زندانیانو مساله کې له متحده ایالاتو او طالبانو نه د امتیاز ترلاسه کولو په لټه کې وي.

له افغان حکومت سره د متحده ایالاتو هوکړه وړاندوینه کوي چې د طالب بندیانو یو پام وړ شمېر به د کب تر شلمې پورې، چې بین الافغاني خبرې پیلیږي، خوشي شي او پاتې نور به درې میاشتې وروسته خوشي کیږي.

خو ولسمشر غني له دغه هوکړه لیک یوه ورځ وروسته وویل چې دی له واشنګټن سره د طالبانو د زندانیانو پر خوشي کولو کومه هوکړه نه لري، ځکه دا د افغان حکومت صلاحیت دی او په خبرو اترو کې به بحث پرې کیږي.

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح،

ولسمشر غني ویلي، د طالب بندیانو د خوشي کولو صلاحیت له افغان حکومت سره دی

د انس حقاني خوشي کېدو ته په کتو، چې د افغان حکومت لپاره ناببره کار و، دا اټکل کیدای شي چې د طالبانو زندانیان به له ځنډ او خنډ سره سره، خوشي شي. البته د بندیانو برخه کې طالبانو ته دا قید اېښودل شوی، چې "یو به هم امریکا ته زیان نه رسوي".

خو احتمالا که یوه بندي هم کومې بلې ډلې ته پناه یوړه، لکه داعش او القاعدې ته، د طالبانو لپاره به سرخوږ پیدا کړي.

"په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د امریکا او طالبانو موافقتنامه" کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ ټولې شوې ژمنې، د دواړو خواو په ژمنتیا پورې مشروطې دي.

نوطالبان که په هره ژمنه کې پاتې راځي، امریکا ته به په افغانستان کې د پاتې کېدو فرصت ورکوي.

د دواړو خواوو ترمنځ د قطر ګڼ پړاویزو خبرو ته په پام، دا اټکل ښايي بېځایه نه وي چې د بین الافغاني خبرو ترسره کیدل او یوې سیاسي هوکړې ته رسیدل به، چې د امریکايي ځواکونو وتل هم ورسره مشروط دي، ډېر وخت واخلي.