ارګ: طالبانو سره د خبرو تر پیلېدو مخکې د بندیانو خوشي کېدل شرط نه دی

زندانیان
د عکس تشریح،

ستره محکمه وايي ولسمشر د عمومي او خصوصي عفوې واک لري

افغان حکومت وايي د طالب زندانیانو د خوشې کولو موضوع په اړه به د سولې د یوې برخې په توګه خبرې وشي نه دا چې له طالبانو سره د خبرو د پیل لپاره د یو شرط په توګه مطرح کیږي. بل خوا د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي حکومت د جنګي جرمونو مرتکبین د خوشې واک نه لري.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر یوه وینا کې د طالب زندانیانو تبادلې ته په اشارې سره ویلي چې دا ګام له طالبانو سره د سولې لپاره د کېدونکي جوړ جاړي لپاره د " یوې برخې " په توګه پورته کیږي. خو د ده په وینا هیڅکله به د دې لپاره د شرط په توګه وړاندې نه شې چې ګواکې له مخې به یې له طالبانو سره خبرې پيل شي.

ښاغلي صدیقي ویلي افغان حکومت له خبرو وړاندې د ۵۰۰۰ زندانیانو د خوشې کولو ژمنه نه ده کړې. هغه ویلي "موږ اړتیا لرو چې څو ځانګړو موضوع ګانو په اړه خبرې وشي، د طالبانو له خوا دایمي اوربند، له بهرنيو دولتي او نادولتي لورو سره د دوی اړیکي او د نشه یې توکو مخنیوي. "

طالبانو وړاندې ټینګار کړی چې له حکومت سره مخامخ خبرې نه کوي، یوازې د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د حکومت استازي ګډون کوي، خو افغان حکومت ویلي د طالبانو په غوښتنه د حکومت یو شپږ کسیز پلاوې د قطر پلازمینې دوحې ته د طالبانو او منځګړو په غوښتنو استول شوی. دوی وايي دا پلاوی به د مقدماتي تماس ټینګولو دنده ولري.

طالبان ټینګار کوي چې د خپلمنځي خبرو له پیل وړاندې چې ټاکل شوې د مارچ پر لسمه پیل شي، د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان او د افغان حکومت ۱۰۰۰ زندانیان خوشې کړل شي.

بل لور ته د همدې موضوع په تړاو د افغانستان سترې محکمې ویلي تر دې دمه یې د دې ګام پورته کولو لپاره کوم فرمان نه دی تر لاسه کړی.

د سترې محکمې د عمومي اداري امریت سرپرست جاوید رشیدي بي بي سي ته ویلي چې د زندانیانو د خوشې کولو کوم فرمان دوی ته نه دی رسیدلی خو ولسمشر د "عمومي او خصوصي عفوې " صلاحیت لري او هغه پورې اړه لري چې څه ډول اقدام کوي.

بل لورته د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د طالب زندانیانو د خوشې کولو په اړه دوی پوښتنې لري چې باید ځواب شي. د دې کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر بي بي سي ته ویلي تر اوسه د دغو خوشې کېدونکو کسانو له خوا د احتمالي جنګي جرمونو په ګډون د شویو جرمونو په اړه معلومات نشته.

شهرزاد اکبر وویل: "موږ غواړو پوه چې د دې کسانو په ډله کې داسې کسان شته چې جنګي جرمونه یې کړي وي، که داسې وي نو بیا حکومت نه شي کولی چې د جنګي جرمونو مرکبین ازاد کړي. "

نوموړې ټینګار کوي چې قانوني پړاوونه باید بشپړ شي. د دې په وینا دا هم مهمه ده چې معلومه شي چې آیا د دې کسانو په ډله کې داسې کسان شته چې د فردي ادعا یې په اړه شوې وي، "که داسې وشي نو باید معلومه شي چې د دا ډول ادعاوو په اړه به څه کیږي. "