ولسي خلک: نورو ته تمې کموو، خپلې سيمې خپله ابادوو

  • ذبیح الله رحیمزی
  • ننګرهار
افغانستان

د عکس سرچینه، بي بي سي پښتو

په افغانستان کې ډېر وخت په روغتيايي او رغنيزو چارو کې پر حکومت نيوکې وي، چې خلکو ته پراخ خدمتونه نه شي کولی. که څه په افغانستان کې بهرنيو او مرستندويه ادارو خلک نورو ته په تمه ساتلي، خو ورسره اوس اوس په خپل لګښت او لاس د آبادۍ په کارونو کې د ولسي خلکو ونډه او لېوالتیا مخ په ډېرېدو ښکاري.

ختيځ افغانستان ننګرهار کې هم خلکو په خپل نوښت اولګښت ځينې پلونه، کوڅې او روغتيايي کلينکونه جوړ کړي. ځينو خو آن د کښت ځمکه ښوونځيو ته ورکړې ده.

ننګرهار کې زموږ همکار ذبيح الله رحيمزي دا ډول ځينې بېلګې پيدا کړي او خوږياڼو ولسوالۍ ته تللی وو.

کلونه کلونه کېږي، د ننګرهار د ناامنه خوږياڼو په مملې سیمې روغتيايي مرکز تش په نوم دی، ځکه مناسب ځای او ودانۍ نلري.

اوس ځايي خلک د څو کليو پر سر د روغتيايي مرکز جوړېدو ته د کلیو پر سر د کار وېش ته له لمر راختو وړاندې راټول شوي دي.

د مملې یوه ځايي اوسېدونکي روغتيايي مرکز لپار اته بسوې ځمکه وړيا ورکړې او نور کليوال په کې په نوبت وړيا کار کوي.

زه چې دې کلي ته ورغلی وم. و مې لیدل چې ځوانان او عمر خوړلو يو ځای لويې ډبرې په شا او اوږو چلوي.

له يوه سپين ږېري مې وپوښتل چې، څنګه مو دا کار پيل کړ، ويل يې، حکومت او مرستندويه ادارو ته یې تمه ډېره اوږده شوې وه، نو اخر دا شوه چې هر څه به په خپله کوو:

"کلینک مو ودانۍ نه لرله. بيا موږ دلته راټول شوو چې راځئ يو کار وکړو. يو کلیوال مو ځمکه ورکړه او موږ دا دی په نوبت وړيا کار کوو. په اوو کلیو مو کار وېشلی دی. د کلي په سر د ورځې لس کسان کار کوي."

آن په ولايتي مرکز جلال اباد کې هم له دولتي اسانتياوو سره سره، ولسي ونډه د دې پُل له جوړونې درک کولی شو چې ځايي خلکو په خپل لګښت جوړ کړی دی.

د عکس سرچینه، بي بي سي پښتو

د عکس تشریح،

خلک د یوه ګډ کار وېشل ته راغونډ شوی دي.

د ښار په څلورمه ناحيه کې مې پر يوې لويې ويالې ودان پُل ولید چې له عمومي سړک سره تړل شوی دی. دا پل مخکې نه و او کلونه کلونه د ددې سيمې خلکو لپاره سرخوږی و.

دوی د موټر او پلي تګ لپاره اسانتياوې نه لرلې، خو په همدې پُل اوس سلګونه موټرې او خلک اوړي را اوړي.

د ډېرو نيوکه دا ده چې خلک د خپلو کورونو په آبادولو لسګونه زره ډالر لګوي، خو د خپلې کوڅې او د کور مخې د سړک په جوړولو لس زره افغانۍ هم نه لګوي، خو ښکاري چې دا دود کرار کرار په اوښتو دی.

ځکه خو په جلال آباد ښار کې د ځينو کوڅو په رغولو کې پنځه وېشت سلنه ونډه د ښار د خلکو ده.

د جلال اباد ښاروالۍ وايي، په تېر يو کال د جلال آباد ښار په ۹ ناحيو کې د ولسي تړون پروګرام له لارې نږدې ۱۵۰ کيلومتره کوڅې او د خلکو د کورونو مخې پخې شوي چې سلګونه ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د عکس سرچینه، بي بي سي پښتو

د عکس تشریح،

د ډېرو نيوکه دا ده چې خلک د خپلو کورونو په آبادولو لسګونه زره ډالر لګوي، خو د خپلې کوڅې او د کور مخې د سړک په جوړولو لس زره افغانۍ هم نه لګوي

په افغانستان کې پګاړه يا په ډله ييز توګه د يوې چارې سر ته رسول پخوانی دود دی، خو آبادۍ او ټولګټو کارونو کې نوې بېلګې د ډېرو خلکو پام ځانته اړولی دی.

د افغانستان په سوېل ختيځ د خوست په متون کې خو ان خلکو ۲ کيلومټره لار او وياله په خپل لګښت پخه کړې ده. دا سړک تازه په درې نيم لکه افغانۍ جوړی شوی دی. متين د همدې سيمې اوسېدونکی دی. وايي لګښت ځکه ډېر نه شو چې د خلکو خپله ونډه په کې وه او د پروژې بڼه يې نه درلوده:

"ځوانان سره راټول شوو. لومړی مو يوه شورا جوړه کړه. بيا مو په کورونو سل سل روپۍ کېښودې. او دا لار مو چې جوړوله د کور سر مو ۴ زره او سل افغانۍ ټولې کړې، څو دا لار پرې جوړه کړو."

د عکس سرچینه، بي بي سي پښتو

د عکس تشریح،

په افغانستان کې پګاړه يا په ډله ييز توګه د يوې چارې سر ته رسول پخوانی دود دی

د آبادۍ په کارونو کې خپله د ځايي خلکو د ونډوالو لېوالتيا تازه بېلګې په ټولنيزو رسنيو کې له پراخ هرکلي سره مخ شوي دي. د ډېرو په باور په ګڼو ولايتونو کې ورته کارونه د ډېرو نورو هغوی پام لا ډېر اړولی او خپله لاس په چاره کولی شي چې سيمې او کلیو ته یې حکومتي او مرستدويه ادارو مرستې نه ورسېږي.

د ولسي ونډې دود نه هم نوی دی او نه هم يوازې په ننګرهار او خوست پورې تړلی دی. لکه د خوږياڼو د دې روغتيايي مرکز په ټول افغانستان کې د جګړې له کلونو پخوا همداسې کېدل، خلکو خپل بار په خپله وړه او د سورو په تمه په مېرو نه پاتېدل.