غني: طالبان دې راته ووایي چې څه وخت له پاکستانه راووځي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د ختیځ ننګرهار ولایت عمومي وضعیت ارزولو په موخه جلال اباد ښار ته تللی، وويل، وسله وال طالبان دې له پاکستان راووځي، خبرې به ورسره پيل کړي.

نوموړي یوځل بیا په ټینګار پر طالبانو غږ وکړ چې د بندیانو خوشي کولو لپاره دې شرطونه نه ږدي:

"کله چې مذکراتو ته کېنئ، کله چې روغه کوئ، يوه خوا هرڅه نه غواړي. که په بنديانو غږېږي، دا دې شرط نه ږدي. موږ هم شرطونه لرو. څه وخت له پاکستان وځي؟ را دې شي سوله کوو. خارجيانو سره منئ چې سوله کوئ، د جهاد مانا څه شوه؟ افغان وژنه جرم دی. طالبان افغانان دي، خو نورو افغانانو ته دې سپکاوي نه کوي."

ښاغلي غني وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وویل: "هغه سوله غواړو چې جرګه مار ورباندې جوړه وکړي. که په بندیانو غږېږئ، شرطونه به نه ږدئ، موږ هم شرطونه لرو، ما ته دې ووايي چې کله له پاکستانه وځي؟ را دې شي، سوله کوو. د افغانستان په ګټو کې انعطاف نه کوم."

نوموړي طالبان ددې هېواد یوه برخه وبلل، خو غږ یې پرې وکړ چې نورو افغانانو ته دې سپکاوی نه کوي، او را دې شي چې "په جرګې سره یوې هوکړې ته ورسېږو او مثبت رقابت وکړو."

له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د پلاوي په اړه ولسمشر غني وویل، هر پلاوی چې ځي، واک به یې محدود وي، خو کابل او ولایتونو کې به يې یو قوي ملاتړ تر شا وي.

تېره ورځ (دوشنبه) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي وو، د طالب زندانیانو د خوشي کولو موضوع په اړه به د سولې د یوې برخې په توګه خبرې وشي نه دا چې له طالبانو سره د خبرو د پیل لپاره د یو شرط په توګه مطرح کېږي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر یوه وینا کې د طالب زندانیانو تبادلې ته په اشارې سره ویلي چې دا ګام له طالبانو سره د سولې لپاره د کېدونکي جوړ جاړي په موخه د " یوې برخې" په توګه پورته کېږي، خو د ده په وینا هېڅکله به د دې لپاره د شرط په توګه وړاندې نه شي چې ګواکې له مخې به یې له طالبانو سره خبرې پيل شي.

طالبانو وړاندې ټینګار کړی و چې له حکومت سره مخامخ خبرې نه کوي، یوازې د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د حکومت استازي ګډون کوي، خو افغان حکومت ویلي د طالبانو په غوښتنه د حکومت یو شپږ کسیز پلاوې د قطر پلازمېنې دوحې ته د طالبانو او منځګړو په غوښتنو استول شوی. دوی وايي دا پلاوی به د لومړنیو اړیکو د ټینګولو دنده ولري.

طالبان ټینګار کوي چې د خپلمنځي خبرو له پیل وړاندې چې ټاکل شوې د مارچ پر لسمه پیل شي، د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان او د افغان حکومت ۱۰۰۰ زندانیان خوشې کړل شي.

د ویډیو تشریح،

غني: د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشي کېدو لپاره هېڅ ژمنه نه شته

بل لور ته د همدې موضوع په تړاو د افغانستان سترې محکمې ویلي تر دې دمه یې د دې ګام پورته کولو لپاره کوم فرمان نه دی تر لاسه کړی.

د سترې محکمې د عمومي اداري امریت سرپرست جاوید رشیدي بي بي سي ته ویلي چې د زندانیانو د خوشې کولو کوم فرمان دوی ته نه دی رسیدلی خو ولسمشر د "عمومي او خصوصي عفوې " صلاحیت لري او هغه پورې اړه لري چې څه ډول اقدام کوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې د افغانستان له زندانونو د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او له طالبانو سره د زرو بندیانو د خوشي کېدو خبره هم شوې، چې په راتلونکو لسو ورځو کې به خوشې کېږي. د هوکړې یاده ماده په لاندې ټکو راغلې ده:

"متحده ایالتونه د اعتماد جوړولو د یوه اقدام په توګه ژمن دي، چې د ټولو اړوندو طرفونو په هماهنګۍ او تایید، سملاسي له ټولو طرفونو سره پر یوه پلان سملاسي کار پیل کړي چې جنګي او سیاسي بندیان په چټکۍ خوشي شي. تر پنځه زره پورې د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم یې پېژني، بندیان او تر زرو پورې د بلې غاړې بندیان به په ۱۴۴۱ رجب ۱۵ هـ ق - ۲۰ حوت ۱۳۹۸ هـ ش - ۱۰ مارچ/۲۰۲۰ م تاریخ، د بین الافغاني مذکراتو لومړۍ ورځې پورې خوشي شي. اړوند طرفونه دا هدف لري چې په ورپسې درېیو میشتو کې پاتې ټول بندیان خوشي شي."