یوناما او اروپایي ټولنې د اورکم د دوام غوښتنه وکړه؛ خو ۱۶ ولایتونو کې بریدونه شوي

یوناما

د عکس سرچینه، Getty Images / UNAMA NEWS

د عکس تشریح،

یوناما او اروپایي ټولنې ویلي، افغانستان کې اورکم باید دوام وکړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي، "بین الافغاني" مذاکراتو ته د زمینې برابرولو لپاره باید په افغانستان کې اورکم دوام وکړي.

یوناما وروسته له هغه دا غوښتنه کړې چې وسله والو طالبانو پرون دوشنبه اعلان وکړ چې د اورکم موده پای ته رسېدلې ده او پوځي وضعیت بېرته عادي حالت ته ستنېږي.

له دې اعلان سره سم افغان امنیتي سرچینو بي بي سي ته وویل چې وسله والو طالبانو په ګڼو ولایتونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.

خو یوناما وایي، د اورکم دوام به افغانستان کې دایمي اوربند او تلپاتې سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي.

بله خوا د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي رولانډ کوبیا ویلي، که چېرته د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د بیا پیلېدو رپوټونه تائيد شي، دا به د هغې هوکړې سره په ټکر کې وي چې په دوحه کې لاسلیک شوه.

پژواک خبري اژانس د ښاغلي کوبیا له خولې لیکلي، دا د ګواښونو نه، بلکې د باور جوړولو او په رغنده ډول د مخکې تلو وخت دی.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان هم پرون دوشنبه ویلي وو، د متحده ایالات تمه ډېره روښانه ده،‌ او هغه دا چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت باید دوام وکړي.‌

د عکس سرچینه، NATO

د عکس تشریح،

جنرال مېلر وايي امریکا د خپلو ژمنو په اړه جدي ده طالبان دې هم جدیت وکړي

د نړیوال ائتلاف یوه ویاند ډګروال سوني لېګېټ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ میلر له قوله پر ټویټر ویلي، اورکم د باور رامنځته کولو لپاره یو ګام و. د هغه په وینا، امریکا د خپلو ژمنو په اړه جدي ده او طالبان هم باید د خپلو ژمنو په اړه جدي‌وي.

افغان امنیتي چارواکي وايي له تېرې ورځې راهیسې وسله والو طالبانو په ۱۶ ولایتونو کې بریدونه کړي دي. د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې طالبانو په بلخ، بادغیس، ارزګان، زابل، جوزجان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، وردګ، بلخ، لغمان، هرات، کندهار، هلمند، خوست، سرپل او تخار کې وسله وال بریدونه کړي دي.

د کورنیو چارو ویاند نصرت رحیمي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې طالبانو له پرون راهیسې پر افغان ځواکونو او ملکي وګړو ۳۳ بریدونه کړي دي. ښاغلی رحیمي زیاتوي په دې بریدونو کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې د افغان ځواکونو په متقابل عمل کې اته تنه وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي یا نیول شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرچېنې وايي چې چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه درې افغان پوځیان ټپیان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت سرچینې هم وایي چې د طبانو بریدونو کې څو تنه پولیس سرتیري پولیس ټپیان دي.

د دوشنبې پر ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې له بهرنیو ځواکونو سره به د تړون له مخې چلند کېږي، یعنې چې له بریدونو به خوندي وي.

خو په یوه جلا لارښود کې، چې ظاهراً د طالبانو د پوځي کمېسیون له خوا خپلو وسله والو ته استول شوې ویل شوي چې د افغان حکومت پرضد به "بریدونه روان پاتې کېږي."