کورونا وېروس: هرات کې د نوی ښوونیز کال پیل وځنډول شو

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

تر اوسه یوازې په هرات ولایت کې د نوي ښوونیز کال د ځنډولو پرېکړه شوې ده

د افغانستان د ملي امنیت شورا پرېکړه کړې چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره یوازې په هرات کې ولایت کې د نوي ښوونیز کال پیل وځنډول شي.

دا پرېکړه نن ( سې شبنه مارچ ۳ ) د کرونا ویروس په اړه د ملي امنیت شورا په دویمه غونډه کې شوې ده. شورا پرېکړه کړې چې په نورو سړو سیمو کې دې ښوونیز کال د مهالویش له مخې پیل شي، خو که د پوهنې وزارت بله پرېکړه وکړه نو هغه دې عملي شي.

په هرات ولایت کې شاوخوا اته سوه زره هلکان او نجونې ښوونځیو ته ځي چې نږدې نیمايي یې نجونې دي. لکه د نورو سړو سیمو په څېر ټاکل شوې وه چې د ۱۳۹۹ کال د ورې میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شي.

امنیت شورا کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ته ویل شوي چې د خوراکي توکو، درملو او ماسک د احتکار کوونکو په وړاندې دي "جدي اقدام وکړي او سرغړوونکي د قانون منګولو ته وسپارل شي. "

دغه راز سپارښتنه شوې چې په زندانونو کې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره دې "د بندیانو د کتلو چارې تنظیم کړي. "

تر اوسه په افغانستان کې د کورونا وېروس یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده، دا ناروغ په هرات کې دی. په هرات ، فراه او نیمروز ولایتونو کې چې له ایران سره ګډه پوله لري جدي احتیاطي تدابیر نیول شوي دي. دې لړ کې لا هم په هرات کې بیړنی حالت دوام لري. د بیړني حالت له مخې سرپټي هوټلونه ، رسټوراټونه ، عمومي حمامونه او جمنازیمونه تړل شوي دي.

د عکس تشریح،

د نړۍ په کچه د کورونا وېروس وروستی حال

د هرات ولایت د روغتیايي چارواکو د معلومات له مخې تر ننه ( سې شنبې مارچ ۳ ) پورې په ټوله کې د کورونا وېروس ۶۰ شک لاندې پیښې ثبت شوي دي. له دې ډلې ۳۵ پېښې له معاینې وروسته منفي ښودل شوي او پاتې نورې لا هم تر څار او " ًپروسس" لاندې دي.

د افغانستان په ګاونډي هېواد ایران کې تازه شمېرې ښيي چې تر ننه ( سې شنبې مارچ ۳ ) د کورونا وېروس له امله ۷۷ تنه مړه شوي او پرې د اخته کسانو شمېر اوس دوه زره او ۳۳۶ تنو ته لوړ شوی دی. د نویو شمېرو له مخې په ایران کې له تېرې ورځې راهیسې د کورونا وېروس ۸۳۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي او له پرون راهیسې یوولس تنه مړه شوي دي.

په نړۍ کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر اوس له ۹۰ زره لوړ شوی او د مړو شمېر له درې زرو اوښتی دی. د مړو او مثبتو پېښو تر ټولو لوړ شمېر په چین کې دی.