ولسمشر ټرمپ له ملا برادر سره تیلیفوني خبرې کړې دي

سوله

د عکس سرچینه، TALIBAN

د عکس تشریح،

د خبرو پرمهال د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمی خلیلزاد هم حضور درلود

وسله وال طالبان وايي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغې ډلې له مرستیال او په قطر کې د دې ډلې له مشر ملا عبدالغني برادر سره ټلفوني خبرې کړي دي.

پخپله ولسمشر ټرمپ هم سه شنبه ناوخته سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې "د طالبانو له مشر " سره یې ډېرې ښې خبرې کړې دي. هغه زیاته کړه، طالبانو ورسره ومنله چې تاوتریخوالي نشته.

په افغانستان کې د طالبانو د غورځنګ له راڅرګندېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو ولسمشر د دې ډلې له یوه جګپوړي مشر سره مخامخ خبرې کوي.

د طالبانو له خوا په خپره شوې و ینا پاڼه کې ویل شوې چې په دې له نیم ساعته زیاتو تیلیفوني خبرو کې ملا برادر د امریکا ولسمشر ته ویلي چې که امریکا پر شوې هوکړې عمل وکړي "نو په راتلونکې کې به مثبتې دوه اړخیزه اړیکي ولرو. "

د طالبانو وینا پاڼه زیاتوي چې په دې خبرو کې ملا برادر هیله ښودلې ده چې "د افغانستان په بیارغاونه کې پوره مرسته وکړي. " نوموړې د طالبانو دوینا پانې له مخې د امریکا ولسمشر ته ویلي چې "چاته اجازه مه ورکوئ چې د شوې هوکړې په خلاف عمل وکړي."

وینا پاڼه زیاتوي چې د امریکا ولسمشر ملا برادر ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان په بیا رغاونه کې به مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح،

د قطر امیر او افغان ولسمشر پر سوله غږېدلي دي

وسله وال طالبان په دې اعلامیه کې وايي چې ډونلډ ټرمپ د دې ډلې مرستیال مشر ته وویل چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې وکړي چې د افغانانو خپلمنځي خبرو په وړاندې پراته خنډونه لرې شي.

طالبان ټېنګار کوي چې افغان حکومت دې د بین الأفغاني خبرو له پیل وړاندې پنځه زره طالب زندانیان خوشې کړي او په مقابل کې به یې دوی هم زر تنه زندانیان خوشې کړي.

خو د افغان حکومت دریځ دا دی چې د زندانیانو د خوشې کولو خبره باید د خبرو لپاره د یوه شرط په توګه وړاندې نه شي، بلکې د سولې د خبرو په اوږدو کې دې پرې خبرې وشي.

بل لور ته د افغان ولسمشر دفتر وايي نن ( سې شنبه ۳ مارچ ) د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټلفوني خبرو کې ډاډ څرګند کړی چې هېواد یې د افغان سول په برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دی.

د ارګ د وینا پاڼې له مخې د قطر امیر ویلي چې طالبانو سره یې لیدلي او دا یې ورته په ډاګه کړې چې افغانستان اوس د شل کاله وړاندې افغانستان نه دی او نوي واقعیتونه رامنځته شوي.

وینا پاڼه زیاتوي د قطر امیر ویلي چې له نویو واقعیتونو یو دادی چې "اوس په افغانستان یو مشروع منتخب حکومت دی او طالبان باید دا ومني افغان دولت د خپل ملت استازولي کوي. "