افغانستان کې د کتاب لوستلو دود لا هم کم دی

  • ابراهیم امیري
  • بي بي سي
خو هغسې چې په نوره نړۍ کې ځوانان مطالعې سره مینه لري او مطالعه کوي په افغانستان کې هغسې نه ده.
د عکس تشریح،

خو هغسې چې په نوره نړۍ کې ځوانان مطالعې سره مینه لري او مطالعه کوي په افغانستان کې هغسې نه ده.

د ملګرو ملتونو د روزنیز، فرهنګي او علمي بنسټ یونیسکو هرکال د مارچ میاشتې په لومړنۍ پنجشنبې د کتاب نړیواله ورځ د دې لپاره لمانځي چې خلک او په تېره بیا ځوانان او کوچنیان مطالعې او د کتاب لوستلو ته وهڅول شي.

دا ورځ له سلو په ډېرو هېوادونو کې لمانځل کېږي او کتاب لوستلو ته د هڅونې پروګرامونه په کې ترسره کېږي.

کتاب د انسان تر ټولو ښه ملګری ګڼل شوی دی، د ذهني فشار کمېدل، د پوهې ډېرېدل، املا او انشا ښه کېدل، د تمرکز وړتیا ډېرېدل او داسې نور د کتاب لوستلو یا مسلسلې مطالعې ګټې په ګوته کوي.

خو هغسې چې په نوره نړۍ کې ځوانان مطالعې سره مینه لري او مطالعه کوي په افغانستان کې هغسې نه ده. لاملونه یې څه دي؟

ځینې کابل مېشتې ځوانان یې په اړه وايي:"تر ټولو ستر لامل یې بې کاري هم کیدای شي، کله چې بې روزګاره شي هرڅه ترې پاتې وي، لویې تېروتنې موږ دا کوو چې کله درس پیل شوي موږ درس نه وایو."

ځینې نور بیا وايي، همدا کتابونه دي چې د ژوند لار رڼا کوي او باید په ورځني ژوند کې مطالعې ته وخت ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې په کابل کې له ۲۰ ډېرې خپرندویه ټولنې شته چې ځینې ان خپلې چاپ خونې هم لري او هرکال په ګڼ شمېر کې بېلابېل کتابونه چاپوي.

کتاب په ټوله کې د انسان ښه دوست ګڼل کیږي او همدا کتابونه دي چې د ځینو په باور د ژوند لار رڼا کوي.

کابل کې د یوه سوداګریز شرکت کارکوونکی اصف الله اشنا سپارښتنه کوي چې کتابونه باید په دوامداره توګه ولوستل شي:"د انسان یوازینی ښه دوست کتاب دی، کتاب مو د ژوند بېلابېلو اړخونو ته رسولی شي، په ورځني ډول موږ باید مطالعه وکړو، محصل او زدکونکي دې یوازې د ازموینې پر شپه مطالعه نه کوي."

د عکس تشریح،

په افغانستان کې ادبیات او د ماشومانو لپاره کتابونه لومړیتوب نه دی

ځیني ځوانان بي کاري، کاري بوختیاوې، کورني مسوولیتونه او په ټولنیزو شبکو کې د ځوانانو ډېره برختیا د دې لامل ګڼي چې ځوانان هېڅ مطالعه ونه کړي او یا یې یوازې د امتحان په شپه وکړي او بس.

خیبر مومند یو له داسې ځوانانو دی:"زه خپله هم کار کومه، هم درس وایم، اصلي تېروتنه مې داده چې کله درس مې پیل وي نه یې وایم او یوازې د ازموینې په شپه یې وایم."

خو د هغو ځوانانو شمېر هم د پام وړ دی چې له ټولو نورو بوختیاوو سره سره مطالعه کوي او خپله ادبي تنده پرې ماتوي، ځکه د ځینو په ګومان یوازې د ازموینې په شپه یا یوازې د اړتیا په وخت کې مطالعه داسې ده لکه په جنګ کې د اس تیارول.

هغه چې د کتابونو د چاپ او خپرولو په برخه کې مخکښ دي په دې اړه وايي، د کتاب د مطالعې لپاره باید عامه پوهاوی ډېر شي او په هر کور کلي، بانډې، ولسوالۍ او ولایت کې کتابتونونه جوړ شي چې خلک ترې ګټه واخلي او مطالعې ته مخه وکړي.

د کابل اوسېدونکی نورالله حیدر مطالعه د ژوند یوه برخه بولي:"کتاب د انسان ملګری دی، خو له بده مرغه افغانستان کې دا فرهنګ نشته،کله هم چې کورته له دندې ستنیږم، شپې ضرور مطالعه کوم."

خو څنګه کېدای شي چې خلک او په تېره بیا ځوانان مطالعې ته هڅول کېدای شي؟

په اړه یې په کابل کې د دانش خپرندویې ټولنې مشر اسدالله دانش بي بي سي ته وویل:"موږ باید په هرځای کې عامه کتابتونونه جوړ کړو،ځای پر ځای د کتاب تبلیغ وکړو، د هر شتمن او سوداګر دنده باید جوړه شي په خپلو کورونو کې، حجرو کې کتابتونونه جوړکړي څو مطالعه عامه شي."

د کارپوهانو له نظره ذهني وده، د ذهني فشار کمېدل، د پوهې ډېریدل، املا او انشا ښه کېدل، یادښت ښه کېدل، د تحلیل او څېړنې ځواک پیدا کول، د پاملرنې او تمرکز وړتیا ډېرېدل او ښه لیکل هغه څه دي چې له مطالعې یا کتاب لوستلو نه ترلاسه کېدای شي.

د دې لپاره چې سږکال د کتاب پر نړیوالې ورځې ماشومان او تنکي ځوانان کتاب لوستلو ته هڅول شوي وي، برتانیا کې د یو پونډ پنځلس میلیونه ټیکټونه پر ماشومانو وېشل شوي چې کولای شي له ۱۵ ټوکو ځانګړو شویو کتابونو نه د خپلې خوښې هغه پرې واخلي.

خو په افغانستان کې ادبیات او د ماشومانو لپاره کتابونه لومړیتوب نه دی او د کارپوهانو له نظره کلونو وخت ته اړتیا ده چې افغان ماشومان هم د نورو هېوادونو د ماشومانو په څېر ماشومانو ته لیکل شوي ځانګړو کتابونو ته لاسرسی پیدا کړي.