له اورکم وروسته پر طالبانو د امریکا لومړنی برید

له اورکم وروسته پر طالبانو د امریکا لومړنی برید

د امریکا هوایي ځواکونو له اورکم نه وروسته، هلمند کې پرطالبانو لومړی هوایي برید کړی دی. د امریکايي ځواکونو ویاند ویلي، نهر سراج کې یې پر طالبانو ځکه هوایي برید کړی چې طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو يوازې په هلمند کې ۴۳ بریدونه کړي دي. طالبانو په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د افغان ځواکونو پرضد بريدونه ډېرکړي دي. بل پلو بيا ولسمشر ټرمپ او طالبانو د مرستيال ملا برادر تر منځ ټليفوني خبرې شوي او د امريکا ځانګړى استازى زلمی خليلزاد هم کابل ته تللی.

شازیه حیا پرې له کابله نور حال لري.