خلیلزاد: امریکا ژمنه ده چې د بندیانو تبادلې ته زمینه برابره کړي

خلیلزاد کابل کې

د عکس سرچینه، @karzai.h

د عکس تشریح،

خلیلزاد وايي، موږ ټول سلا یو چې د امریکا او طالبانو د هوکړې هدف په افغانستان کې د بشپړې سولې لپاره د لارې هوارول دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، امریکا د بندیانو د تبادلې اسانچارې ته ژمنه ده. زلمی خلیلزاد وايي، موږ به د دواړو غاړو ملاتړ وکړو چې پام وړ شمېر بندیان خوشي کړي.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل د سولې هوکړې ته ګواښ دی او باید ژر تر ژره کم شي.

ښاغلي خلیلزاد، دا څرګندونې کابل کې له ځینو پخوانیو او اوسنیو افغان چارواکو سره تر خبرو وروسته پر ټوېټر لیکلې، چې وايي: "د تاوتریخوالي زیاتوالې د سولې د توافقنامې پر وړاندې یو ګواښ دی او باید ژر تر ژره کم شي. د تاوتریخوالي دکمولو اړتیا د بحث سربیره، موږ د بندیانو د تبادلې په اړه هم خبرې وکړې."

نوموړی دا هم وايي، چې له ملا برادر او د هغه له ډلې سره یې د ولسمشر ټرمپ تر ټیلیفوني خبرو وروسته تېره شپه د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړي.

دی وايي، موږ ټول سلا یو چې د امریکا او طالبانو د هوکړې هدف په افغانستان کې د بشپړې سولې لپاره د لارې هوارول دي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر ویلي، طالبان پر افغان ځواکونو د بریدونو په کولو، له امریکا سره شوي تړون ته بشپړ درناوی نه کوي. مارک اېسپر د کانګرس غړو ته ویلي، طالبانو پر امریکايي او اېتلافي ځواکونو بریدونه درولي، خو د تاوتریخوالي کمونه یې پرځای نه ده ساتلې، چې ورسره یې تړون په بشپړه توګه نه دی پلی کړی.

ښاغلي اېسپر دا خبرې پر داسې مهال کړې، چې له طالبانو سره د سولې تړون تر لاسلیک کېدو ایله څو ورځې وروسته امریکايي پوځ پرون وویل، چې په هلمند کې یې د افغان ځواکونو د دفاع لپاره پر طالب جنګیالیو هوايي بریدونه کړي دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر د کانګرس غړو ته وویل چې طالبانو پر امریکايي او ایتلافي ځواکونو د بریدونو د نه کولو له پلوه د سولې هوکړه عملي کړې

د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر د کانګرس غړو ته وویل، طالبانو پر امریکايي او ایتلافي ځواکونو د بریدونو د نه کولو له پلوه د سولې هوکړه عملي کړې، خو د اورکم له پلوه یې نه ده عملي کړې. هغه وویل طالبان پر افغان ځواکونو د بریدونو په کولو شوي تړون ته بشپړ درناوی نه کوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه وروسته له هغه تر پوښتنې لاندې راغله چې طالبانو پر افغان ځواکونو د بریدونو د بیا پیلولو اعلان وکړ.

پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو له ډېرو سره پرون امریکايي الوتکو د افغان ځواکونو په دفاع کې پر طالبانو په هلمند کې هوايي بریدونه وکړل.

له دې بریدونو وروسته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وویل طالبان د شوې هوکړې ټولې برخې عملي کوي چې جګړه کمه شي او له مقابل لوري یې هم وغوښتل چې هوکړه عملي کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

سهیل شاهین له امریکایانو غوښتي چې د هوکړې ټولې برخې عملي کړي

په ورته وخت کې د امریکا لوی درستیز مارک میلي ویلي چې په تېرو دریو ورځو کې پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه د ټیټې کچې وو او د شوې هوکړې له مخې ژمنه کړې چې پر نړیوالو ایتلافي ځواکونو او کابل کې به بریدونه نه کوي او دغه راز به د لوړې کچې پر اهدافو ځانمرکي بریدونه نه کوي.

اخوا د امریکا ولسمشر د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال الثاني سره پر ټیلېفون په افغانستان کې د وروستیو پرمختیاوو او طالبانو سره د شوې هوکړې په اړه خبرې کړې دي.