نړیواله جنایي محکمه: افغانستان کې جنګي جرمونه څېړل کېدای شي

پوځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

تمه کېږي چې دا محکمه له ۲۰۰۳ کال راهیسې د امریکایي پوځ، طالبانو او افغان حکومت کړنې وڅېړي

د جرمونو نړیوالې محکمې پرېکړه کړې، چې د افغانستان شخړه کې د امریکا او نورو له خوا د ادعا شویو جنګي جرمونو څېړنه کېدای شي. وړاندې دغې محکمې په یوه پرېکړه کې د یادو څېړنو مخه نیولې وه، خو اوس یې خپله پرېکړه بدله کړې.

تمه کېږي چې په افغانستان کې د ۲۰۰۳ کال له مې میاشتې راهیسې پیل شوې جګړه کې د وسله والو طالبانو، افغان حکومت او امریکايي ځواکونو کړنې وڅېړل شي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د یادې محکمې دا پرېکړه غندلې ده او د یوې خپلسرې سیاسي ادارې کړنه یې بللې.

نوموړي پنجشنبه واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې هېواد به یې له دې "ناقانونه " محکمې د خپلو اتباعو ژغورلو لپاره هر اړین ګام پورته کوي.

امریکا د نړیوالې جنایي محکمې غړیتوب نه لري او د امریکايي وګړو په اړه یې پرېکړې هم په رسمیت نه پېژني.

خو افغانستان له ۲۰۰۳ کال راهیسې د روم تړون او د جرمونو نړېوالې محکمې غړیتوب لري.

د بښنې نړیوال سازمان هم د نړیوالې جنایي محکمې د دې وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی دی او خوښي یې ښودلې چې محکمې پر خپله پخوانۍ پرېکړه له سره غور وکړ او یوه لویه تېروتنه یې اصلاح کړه.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، نړیواله جنایي محکمه په دې کار سره د جګړې د قربانیانو ترڅنګ او د هغو بشر ضد جرمونو پر ضد درېدلې چې په افغان جګړه کې ښکېلو ټولو خواوو کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

څارنواله فټو بنسوډا افغانستان کې د جنګي جرمونو څېړل غواړي

د ۲۰۱۹ کال اپرېل میاشتې کې تر رسمې محاکمې مخکې دې محکمې ویلي وو چې په دې اړه څېړنې "له انصاف سره مرسته نشي کولی".

خو د دې محکمې څارنواله فټو بنسوډا له ۲۰۱۷ کال راهیسې افغانستان کې د جنګي جرمونو په تړاو د رسمي پلټنو غوښتنه کوي.

په ۲۰۱۶ کال د دغې محکمې یوه رپوټ کې راغلي وو، داسې کافي شواهد او اسناد شته ګواکې امریکایي پوځ په افغانستان کې په پټو توقیف ځایونو کې خلک ربړولي.

رپوټ کې راغلي وو چې دا پټ توقیفځایونه د سي ای اې لخوا چلول کېدل.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي وو، دا هم د منلو دي چې افغان حکومت او طالبانو جنګي جرمونه کړي.د جرمونو نړیوالې محکمې پرېکړه کړې، چې د افغانستان شخړه کې د امریکا او نورو له خوا د ادعا شویو جنګي جرمونو څېړنه کېدای شي.

څارنوالې فټو بنسوډا په ۲۰۱۷ کال کې په یوه بیان کې وايي: "اوس د افغانستان د وضعیت په تړاو د روم تړون ټول معیارونه پوره شوي چې له مخې یې په دغه هېواد کې د بشريت ضد جرمونو په اړه پراخې څېړنې وشي".

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

افغانستان له ۲۰۰۳ کال راهیسې د نړیوالې جنایي محکمې غړیتوب لري

د څارنوالې بنسوډا څېړنې به له هغې نېټې را وروسته موده کې پر جرمونو راټولې وي چې افغانستان د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب تر لاسه کړی، خو له دې وړاندې موده کې هم د ځينو اړوند ادعاوو په برخه کې څېړنې کولی شي.

"خو د هغو ادعا شویو جنګي جرمونو په اړه هم زموږ د څېړنو لمن پراخېدی شي چې د ۲۰۰۲ کال د جولای له لومړۍ نېټې را وروسته موده کې د روم تړون په نورو غړو هېوادونو کې شوي دي او په افغان جګړه پورې تړاو لري".