افغانستان کې کورونا؛ روغتیا وزیر: نوروز مراسمو کې ګډون مه کوئ

د عامې روغتیا وزارت: هرهغه څوک چې ۱۴ ورځې دمخه د ایران له قم ولایت څخه راغلي وي، ان که عادي زکام هم وي، دې وزارت سره دې په اړیکه کې شي.

د عکس سرچینه، AFP/MOPH

د عکس تشریح،

د عامې روغتیا وزارت: هرهغه څوک چې ۱۴ ورځې دمخه د ایران له قم ولایت څخه راغلي وي، ان که عادي زکام هم وي، دې وزارت سره دې په اړیکه کې شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خلکو وغوښتل چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په پار د نوي کال (نوروز) په مراسمو کې ګډون ونه کړي.

د عامې روغتیا وزیرښاغلي فیروزالدین فیروز نن د پنجشنبې (د کب ۱۵مه) په یوه خبري غونډه کې وویل: "خلک دې د نوي کال د مراسمو لپاره خپل تګ راتګ محدود کړي، غونډې جوړول دې محدودې کړي. ښه به دا وي چې د نوي کال په مراسمو کې هېڅ ګډون ونه کړي، ځکه دا یې په خپله او د کورنۍ په ګټه ده. نو وایم چې ګډون مه پکې کوئ."

د افغانستان خلک د نوي کال د مراسمو د لمانځلو لپاره ځانګړې پروګرامونه لري، ډېری پروګرامونه په ډله ییز توګه لمانځل کیږي، یوازې د شمالي ولایت بلخ په مرکز مزارشریف کې د نوي کال د لمانځلو لپاره زرګونه تنه سره راټولیږي.

همدارنګه د عامې روغتیا وزیر نن د ایران څخه د ۵۰ زره افغان کډوالو بېرته ستنېدل هم د کورونا ویروس د خپریدو د خطر په توګه یاد کړ، نوموړي له ستنو شویو خلکو وغوښتل که ددې ناروغۍ نښې پکې ښکاره شوې، ژر تر ژره دې روغتون ته مراجعه وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون د کابینې په غونډه کې د مهاجرینو ایستل یوه ننګونه وبلله او له مسولینو یې وغوښتل چې د هېواد په لویدیځه پوله کې خپل امکانات ډېر کړي او پر پوله دې جدي تدابیر ونیسي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې تر اوسه یې په هېواد کې ۸۱ مشکوکې پېښې ثبت کړي چې یوه یې مثبته ختلې او نور ټول یې منفي دي.

همدارنګه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلامیه هم خپره کړې وه، هرهغه څوک چې ۱۴ ورځې دمخه د ایران له قم ولایت څخه راغلي وي، ان که عادي زکام هم وي، دې وزارت سره دې په اړیکه کې شي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د ملي امنیت شورا پرېکړه کړې چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره یوازې په هرات ولایت کې د نوي ښوونیز کال پیل وځنډول شي.

دا پرېکړه د( سې شنبه مارچ ۳ ) د کورونا ویروس په اړه د ملي امنیت شورا په دویمه غونډه کې شوې، دوی پرېکړه کړې وه چې په نورو سړو سیمو کې دې ښوونیزکال د مهالویش له مخې پیل شي، خو که د پوهنې وزارت بله پرېکړه وکړه، نو هغه دې عملي شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

کورونا ویروس

په هرات ولایت کې شاوخوا اته سوه زره هلکان او نجونې ښوونځیو ته ځي چې نږدې نیمايي یې نجونې دي. لکه د نورو سړو سیمو په څېر ټاکل شوې وه چې د ۱۳۹۹ کال د ورې میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شي.

همدارنګه د هرات آمبولانس ادارې پرون د چارشنبې په ورځ د هرات په حوزوي روغتون کې ماسک، صابون او لیکل شوی لارښود پر سلګونو پایوازانو وویشل.

سره له دې چې په هرات او ټول افغانستان کې تراوسه په رسمي توګه د کورونا یوازې یوه مثبته پېښه تایید شوې خو په اړه یې اندېښنې پر ځای پاتې دي.

په هرات کې د مدنې ټولنې څانګو له حکومت نه غوښتنه کړې چې د وقایې لپاره لا جدي ګامونه پورته کړي.